فیفا د اصلاحاتو او د ټاکنو د نېټې په تړاو غونډه کوي

د انځور حقوق Getty

د فوتبال نړیوال فدراسیون مشر سپ بلاتر د دغه سازمان مقر زوریخ ته تللی.

ښاغلی بلاتر او د دغه نړیوال بنسټ اجرايي کمیټې غړي به د فیفا د مشرۍ لپاره د ټاکنو د نېټه په تړاو نن (جولای۲۰) غونډه کوي.

د رپوټونو پر بنست داسې تمه کېږي چې په فیفا کې به د ځینو اصلاحاتو په اړه هم خبرې وشي.

د بي بي سي د ورزشي څانګې د معلوماتو پر بنست د فوټبال ډیرو فدراسیونو نه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د روان کال د دسمبر میاشتې پر ۱۶ نېټه سره سر ښورولی.

ښاغلي بلاتر تېره میاشت وروسته له هغه چې په دغه سازمان کې بدلونونه ترسره شول او یو شمېر غړي یې ونیول شول اعلان وکړ چې غواړي د فیفا له مشرۍ نه لاس په سر شي.

مخکې له دې رپو ټونو کې راغلي و، چې د فیفا دوه اصلي شرکتونه کوکاکولا او دونالد له دغه سازمان څخه غواړي، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون کې د بنسټیزو بدلونونو لپاره خپلواکه کمېټه جوړه کړي.

امریکايي شرکت کوکاکولا د دغې کمېټې د جوړیدو لپاره خپله غوښتنه په رسمي ډول د جولای میاشتې په ۹ نېټه فیفا ته وړاندې کړه.

دغه شرکت پر ښه مدیریت، د فیفا پر بدلونونو،د دغه سازمان د بشري حقونو پر موضوعاتو د یوه یا څو لوړپوړو بې طرفه مدیرانو د نظارت غوښتنه کړې

ورته مطالب