افغان کرېکټ بورډ پر لوبغاړو "شک" نه لري

Image caption افغان کرېکټ بورډ وايي که چيرې د دوى په وينا خداى مه کړه، کوم افغان لوبغاړى په ناقانونه چارو کې ښکېل وموندل شو، قانوني چلند به ورسره کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د کرېکټ نړيوالې شورا ته يې ليک ليکلى او په رسنيو کې د خپاره شوي هغه رپوټ سپيناوى يې ترې غوښتى چې وايي د هانگ کانگ او افغانستان ترمنځ لوبه کې ښايي شرطونه تړل شوي وو.

د کرېکټ بورډ اداري مسوول د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې اى سي سي په ځواب کې ډاډ ورکړى دى چې دوى د هانگ کانگ او افغانستان د لوبې په باب هېڅ شک نه لري او نه يې هم په دې تړاو کومه پلټنه پيل کړې ده.

وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د هانگ کانگ او افغانستان ترمنځ د سه شنبې د ورځې ( د جولاى ٢١) پر لوبې پلټنه پيل شوې ده.

د کرېکټ د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي د هغې لوبې په پاى کې هانگ کانگ د راتلونکي کال اتلوليو ته لار وموندله.

رپوټونو ويل د کرېکټ د نړيوالې شورا د فساد ضد اداره او امنيتي څانگه په دې اندېښمنه شوې ده چې څرنگه د هغې لوبې په ترڅ کې شرط تړونکو حيرانوونکي شرطونه تړل.

رپوټونو ويل چې د قمار له لويو شرکتونو سره په دې تړاو خبرې کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اداري مسوول شفيق عصمت ستانکزي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته له ايرلنډه د خبرو پر وخت وويل دوى دا خبر لوستى خو چا ورسره په دې تړاو خبرې نه دې کړي.

ښاغلي ستانکزي وويل: " موږ اى سي سي ته ليک ليکلى دى چې په دې اړه جزييات راکړي او دا هم ووايي چې ولې د يوې مهمې لوبې په درشل کې د پلټنې خبرې رسنيو ته رسېدلې دي."

د دغه ليک په ځواب کې اى سي سي افغان لوبډلې ته ډاډ ورکړى دى چې داسې څه دوى نه دې پيل کړي او د رسنيو په خپرو شويو رپوټونو دوى کوم واک نه لري.

افغانستان د چارشنبې په ورځ ( د جولاى ٢٣) له پاپو نيو گيني سره لوبه کوي چې گټونکى به يې نړيوالو اتلوليو ته لار مومي او بايلونکى به يې ترې محرومېږي.

ښاغلى ستانکزى وايي: "، تر اوسه هېڅ داسې پېښه نه ده شوې چې کوم افغان لوبغاړى دې د شرط په ناوړه کار کې تورن شوى وي."

افغان کرېکټ بورډ زياتوي که چيرې د دوى په وينا خداى مه کړه، کوم افغان لوبغاړى په ناقانونه چارو کې ښکېل وموندل شو نو قانوني چلند به ورسره کېږي.

خو شفيق ستانکزى وايي دى باوري دى چې افغان لوبغاړي به په هېڅ دا ډول چارو کې ښکېل نه وي.

ورته مطالب