کرېکټ: افغانستان عمان ته ماته ورکړه

د انځور حقوق bbc
Image caption افغان لوبډلې په ۱۹ اوورونو کې د اوو توپونو په لرلو او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف پوره کړ

افغانستان د ۲۰۱۶ کال کرېکټ شل اووريزې نړيوالې اتلولۍ غوراوي سياليو کې عمان لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ماته ورکړه.

دغه لوبه نن شبنې (۲۵ جولای) د ايرلنډ په ډبلن ښار کې ترسره شوه.

افغان لوبډلمشر د پچې په ګټلو د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

د عمان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ټولې ۱۲۷ مندې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په پيل کې داسې ښکارېده چې عمان به خورا لوی هدف وټاکي خو په دې و نه توانېدل.

دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او افتاب دوې دوې وېکټې واخيستې

افغان لوبډلې په ۱۹ اوورونو کې د اوو توپونو په لرلو او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف پوره کړ.

له افغان لوبډلې نجيب الله ځدراڼ ۴۴، سميع الله شينواري ۴۰ او محمد عيسي خېل ۲۷ منډې جوړې کړې.

له دې وړاندې عمان، افغانستان ته په ۴۰ منډو ماته ور کړې وه.

افغانستان لا وړاندې د ۲۰۱۶ کال شل اووريزو نړیوالو لوبو ته لار موندلې وه او نن يې عمان ته په ماتې ورکولو د لوبو په جدول کې پنځم ځای خپل کړ.

ورته مطالب