کرېکټ ملي لوبډله هېواد ته ستنه شوه

د انځور حقوق

د افغانستان د کرېکـټ ملی لوبډله په سکاټلينډ کې د کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام سیالیو غوراوي پړاو کې له ګډون وروسته نن ( جولای ۲۸ ) بېرته کابل ته ستنه شوه.

د لوبډلي د هرکلي انځورونه

ملی لوبډلې دغو لوبو کې له بریا وروسته د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده.

دا څلورم ځل دی چې افغانستان د نړیوال جام سیالیو ته لاره مومي.

کله چې د ملي لوبډلې غړي کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورسېد ګڼ مینه وال یې، چې ډېری یې ځوانان وو او چارواکي یې هرکلي ته ورغلي وو.

په هوايي ډګر کې د کرېکټ مینه والو په ډولونو او اتڼونو سره د لوبغاړو هرکلی وکړ.

افغان لوبډلې په سکاټلنډ کې ټولې نهه لوبې وکړې چې څلورې یې وګټلې دوې یې د باران له امله برابرې شوې او دوې یې وبایللې.

په دې توګه افغانستان د څوارلسو لوبډلو په کتار کې پنځم مقام خپل کړ. که څه هم افغانستان د راتلونکي میلادی کال نړیوالو لوبو ته لاره ومونده خو تمه دا کېده چې ورسره به افغان لوبډله ددې سیالیو اتلولي هم وګټي او یا به لږ ترلږه دویم مقام خپل کړي.

د کرکټ مینه وال هم تمه لري چې افغانستان به دا ځل د نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې ښه وځلېږي.

دا لوبې راتلونکې کال په هند کې کېږي چې له ټولې نړۍ پکې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي. افغانستان لا وړاندې د ۲۰۱۶ کال شل اووريزو نړیوالو لوبو ته لار موندلې او د غوراوي پړاو کې یې عمان ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو په جدول کې پنځم ځای خپل کړ.

د کرېکټ شل اووریز جام سیالۍ له هرو دوو کلونو وروسته تر سره کېږي.