افغان کریکټ لوبډله له زمبابوې، پاکستان او سریلانکا سره لوبې کوي

Image caption افغان لوبډلې په سکاټلنډ کې ټولې نهه لوبې وکړې، چې څلورې یې وګټلې دوې یې د باران له امله ترسره نه شوې خو امتیاز یې مساوي اعلان شو او دوې یې وبایللې

افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکي ۲۰ اوریزه نړیوال جام د چمتوالي په موخه د زمبابوې، پاکستان او سریلانکا له لوبډلو سره لوبې کوي.

د افغانستان د کریکټ بورډ اجرایه مشر شفیق ستانکزي د راتلونکي ۲۰ اوریزه نړیوال جام لپاره د افغانستان د کریکټ لوبډلې د تیاري په غونډه کې وکړې.

نوموړی وایي، چې افغانستان به په متحده عربي اماراتو کې د زمبابوې لوبډلې کوربتوب هم وکړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې افغانستان به له دې وروسته دایمي غړیتوب لرونکو هېوادونو سره لوبه کوي ځکه د هغه په ټکو د ځینو افغان مالي مرسته کوونکو په واسطه توانېدلي، بشپړ غړیتوب لرونکي هیوادونه قانع کړي، چې د افغان لوبډلي سره لوبې وکړي.

افغان کرېکټ ملي لوبدله په دې بریالۍ شوه چې د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو ته لاره ومومي.

د افغانستان د کرېکـټ ملی لوبډله په سکاټلينډ کې د لوبو ترسره کولو وروسته پرون ( جولای ۲۸ ) بېرته کابل ته ستنه شوه.

دا څلورم ځل دی، چې افغانستان د نړیوال جام سیالیو ته لاره مومي.

د ملي لوبډلې غړي کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته په رسېدو سره د ګڼ شمېر مینه والو له خوا، چې ډېری یې ځوانان او چارواکي وو له تود هرکلي سره مخامخ شوه.

د انځور حقوق Getty
Image caption افغان کرېکټ ملي لوبدله په دې بریالۍ شوه چې د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو ته لاره ومومي

افغان لوبډلې په سکاټلنډ کې ټولې نهه لوبې وکړې، چې څلورې یې وګټلې دوې یې د باران له امله ترسره نه شوې خو امتیاز یې مساوي اعلان شو او دوې یې وبایللې.

افغانستان د څوارلسو لوبډلو په کتار کې پنځم مقام خپل کړ.

ورته مطالب