د وسيم اکرم پر موټر بريد شوی

د انځور حقوق AFP

د پاکستان کرېکټ ټيم پخواني لوبډلمشر وسيم اکرم کراچۍ لوبغالي ته نژدې بريد شوی.

ويل کېږي په دې بريد کې وسيم اکرام ته کوم زيان نه دی رسېدلی او تر بريد روغ رمټ وتلی دی.

پاکستان کې له ځايي رسنۍ سره په خبرو کې وسيم اکرم ويلي، کراچۍ لوبغالي ته روان و، چې يوه کس يې موټر وواهه او له تښتې وړاندې يې پرې ډزې وکړې.

وسيم اکرم وويل "دی نه پوهېږي چې د دې بريد ترشا څوک لاس لري"

پوليس وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.

۴۹ کلن وسيم اکرم په ۱۹۸۴ کې نړيوال کرېکټ د نيوزيلانډ پر وړاندې پيل کړی و.

ده په ۱۰۴ ټېسټ لوبو کې ۴۱۴ وېکټې او په ۳۵۶ نړيوالو لوبو کې ۵۰۲ وېکټې اخيستې دي.

وسيم اکرم په ۲۰۰۳ کال کې له کرېکټ لاس په سر شو.

بيا وروسته د کرېکټ پر لوبو د تبصره کوونکي او د پاکستاني توپوهونکوو د روزونکي په توګه کار پيل کړ.