۲۰ اووريزو لوبو کې افغانستان تر زمبابوې او بنګله دېش مخکې دی

Image caption په شل اووريزو لوبو کې د ۱۵ لوبډلو په مينځ کې افغانستان نهم ځای لري چې د لومړۍ درجې له دوو هېوادونو نه هم مخکې دی

د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د پنځه ورځنيو، يو ورځنيو او شل اووريزو کرېکټ لوبو نړيواله درجه بندي خپره کړې ده.

په شل اووريزو لوبو کې د ۱۵ لوبډلو په مينځ کې افغانستان نهم ځای لري چې د لومړۍ درجې له دوو هېوادونو نه هم مخکې دی.

زمبابوې او بنګله دېش هغه دوه هېوادونه دي، چې کلونه کلونه وړاندې يې نړيوالې لوبې کړې او د ټېسټ لوبو امتياز لري.

افغانستان ۱۲ لوبې کړې او ۷۷ پواينټونه لري.

د شل اووريزو کرېکټ لوبو په تازه خپرې شوې درجه بندۍ کې افغانستان له بنګله دېش، هانګ کانګ، سکاټ لنډ، هالنډ، زمبابوې او آيرلنډ نه مخکې دی.

د شل اووريزو لوبو په نوملړ کې سريلانکا لومړی، اسټراليا دويم او پاکستان دريم ځای لري.

له پاکستان وروسته، هند، وېسټ انډېز، جنوبي افريقا، نوي زيلاند، انګلستان، افغانستان، بنګله دېش، هانګ کانګ، سکاټلنډ، هالنډ، زمبابوې او آيرلنډ دي.

يو ورځنۍ لوبې

د انځور حقوق AFP
Image caption په يو ورځنيو کرېکټ لوبو کې نړيواله اتله لوبډله استراليا د ټولو په سر کې ده. استراليا ۳۸ يو ورځنۍ لوبې کړې دي او ۱۲۹ پواينټونه لري

په يو ورځنيو کرېکټ لوبو کې نړيواله اتله لوبډله استراليا د ټولو په سر کې ده. استراليا ۳۸ يو ورځنۍ لوبې کړې دي او ۱۲۹ پواينټونه لري.

د هند لوبډله چې تر استراليا وړاندې يې د کرېکټ نړيوال جام ګټلی و، دويم ځای لري. هند ۵۱ لوبې کړې دي او ۱۱۵ پواينټونه لري.

نوی زيلاند په دريم مقام کې دی، ۴۵ سيالۍ يې کړې او ۱۱۰ پواينټونه لري.

د کرېکټ شورا په درجه بندۍ کې جنوبي افريقا څلورم، سريلانکا پنځم، انګلستان شپږم، بنګله دېش اووم، پاکستان اتم، وېسټ انډيز نهم، آيرلنډ لسم، زمبابوې يوولسم او افغانستان دولسم ځای لري.

ټېسټ لوبې

د انځور حقوق Getty
Image caption جنوبي افريقا ۲۴ ټېسټ لوبې کړې او ۱۲۵ پواينټونه لري

د کرېکټ د نړيوالې شورا د درجه بندۍ له مخې د جنوبي افريقا لوبډله په ټېسټ/ پنځه ورځنيو کرېکټ لوبو کې لومړی ځای لري.

جنوبي افريقا ۲۴ ټېسټ لوبې کړې او ۱۲۵ پواينټونه لري.

استراليا په دغه نوملړ کې دويم ځای لري، چې ۲۶ لوبې يې کړې او ۱۱۱ پواينټونه لري.

پاکستان د آی سي سي په تازه درجه بندۍ کې دريم ځای لري، دغه هېواد ۲۴ ټېسټ لوبو کې ۱۰۱ پواينټونه ترلاسه کړي دي.

په ټېسټ لوبو کې نوی زيلاند څلورم، هند پنځم، انګلستان شپږم، سريلانکا اووم، ويسټ انډيز اتم، بنګله دېش نهم او زمبابوې لسم ځای لري.

افغانستان تر اوسه د ټېسټ لوبو امتياز نه لري.

ورته مطالب