مو فراح د ځغاستې نړيوالو اتلوليو کې د سرو زور مډال وګاټه

د انځور حقوق AP
Image caption دا د مو فراح د سرو زرو لومړی مډال دی

د چين په بېجېنګ کې د ځغاستې نړيوالو اتلوليو کې د بريتانيا مو فراح ۱۰۰۰۰ ميترو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د سرو زرو مډال له ګټلو وروسته مو فراح بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "غواړي د خپل هېواد لپاره نور مډالونه هم وګټي."

دی وايي "زه غواړم د يوه داسې کس په توګه ياد شم چې د خپل هېواد لپاره يې څه کړي وي، او خوشاله يم چې ډېر مينه وال لرم چې ما ته په انسټګرام او ټوېټر پيغامونه رالېږي"

مو فراح زياته کړه "دلته چاپېريال ډېر ښه دی، ما هم ښه پيل وکړ او زما عمر په ټولو منډه وهونکو کې ډېر دی. هيله لرم چې خلک دا وګوري او و وايي چې زه ښه ځغاسته کولای شم"

مو فراح اووه کاله وړاندې د ۲۰۰۸ کال اولمپيک سياليو کې د ۵۰۰۰ مترو منډه کې ناکام شوی و.

بل خوا مشهور منډې وهونکی او د اولمپيک ګټونکی يوسېن بولټ او د امريکا جسټن ګيلټن په ۱۰۰ مترو کې لومړی پړاو وګاټه او دوهم ته يې لار ومونده.

د اولپميک ګټونکي يوسېن بولټ ورو پيل وکړ او د تېزې هوا له کبله يې دغه پړاو په ۹.۹۶ ثانيو کې پوره کړ او منځ لوبو ته يې لار ومونده.