کرېکټ آشز سیالۍ: انګلستان له ستونزمن حالت سره مخامخ دی

Image caption د پرونۍ لوبې د پای تر مهاله شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

د انګلستان او اسټرالیا تر منځ د اشز کرېکټ لوبو لړۍ سیالۍ روانې دي.

اسټرالیا په لومړي پړاو کې ۴۸۱ منډې جوړې کړې وې او وروسته یې د انګلستان ټوله لوبډله په ۱۴۹ منډو وسوځوله.

د اسټرالیا لپاره مارش او جانسن درې، درې ویکټونه تر لاسه کړل. دوی انګلستان لوبډله اړ ایسته، چې خپله دویم پړاو لوبه پیل کړي.

د انګلستان له لوري د دویم پړاو د پیل لوبه هم ډېره په زړه پورې نه وه.

دوی د پرونۍ لوبې د پای تر مهاله شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي و. انګلستان لوبډله وتواینده د پرونۍ لوبې تر پایه ۲۰۶ منډې جوړې کړي.

یوازې د انګلستان لوبډلې کپتان کوک وتوانید ۸۵ منډې جوړې کړې. دې سره استرالیا دا مهال د ۱۸۹ منډو په برلاسي سره مخکښه ده.