انګلستان د ۲۰۱۵ کال اروپا هاکي جام پایلوبې ته ووت

Image caption دا پرله پسې دوهم ځل دی چې انګلستان د اروپا هاکي جام سیالیو پایلوبې ته لار مومي.

د ۲۰۱۵م کال اروپا ښځینه هاکي جام سیالیو نیمه پایلوبه کې انګلستان اسپانیې ته ۲-۱ ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

د لوبې لومړی ګول د کوربه انګلستان الیکس ډنسن ترسره کړ خو اسپانیې ژر د جورجینا اولیوا د ځوابي ګول په مټ لوبه یوه یوه مساوي کړه.

لیلي اوسلي بیا د لوبې په وروستیو اتو دقیقو کې د انګلستان لپاره دوهم او برخلیک ټاکونکی ګول ترسره کړ.

د دغو سیالیو په بله نیمه پایلوبه کې هالنډ لوبډلې جرمني ته ۱-۰ ماته ورکړه.

د انګلستان او هالنډ تر منځ د جام پایلوبه سبا یکشنبه (اګست ۳۰مه) ترسره کېږي.

دا پرله پسې دوهم ځل دی چې انګلستان د اروپا هاکي جام سیالیو پایلوبې ته لار مومي.

تېر ځل یې اتلولي جرمني ته په پینلټي شوټونو بایللې وه.

اوسمهال هالنډ د هاکي نړیوال او اولمپیک اتله لوبډله ده او پایلوبه کې ښايي د انګلستان لوبډله له سختو ننګونو سره مخامخه کړي.

انګلستان وروستی ځل په ۱۹۹۱ کال کې د ښځو هاکي اروپا جام ګټلی و.

خو د دوی لوبغاړې اوسلي وویل: "ظاهره ده چې هالنډ پیاوړې لوبډله لري خو پایلوبه کې به ګټه ورته دومره اسانه نه وي".

نوموړې د خپل مهم ګول لپاره د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړې وبلل شوه.

اوسلي زیاته کړه: "د لوبې په وروستیو شېبو کې زموږ هڅه دا وه چې هالنډ دوهم ګول و نه کړي او سیالي پینلټي شوټونو ته پاتې نه شي. خوښ یو چې له پینلټي شوټونو پرته مو لوبه وګټله".

اسپانیه اوس د برنزو مډال لپاره له جرمني سره سیالي کوي.

دغه لوبه به د یکشنبې پر ورځ له پایلوبې مخکې ترسره کېږي.