هندۍ لوبغاړې ثانیه مرزا ته د لوبو رتن نومي جایزه ورکړله شوه

د انځور حقوق EPA
Image caption د هند ولسمشر پرنب مکرجي ثانیه مرزا د لوبو رتن نومي جایزه ورکړه

د هند وتلې ټینس لوبغاړې او د مېرمنو ډبلز سیالیو لومړی مقام درلودونکې لوبغاړې ثانیه مرزا ته د لوبو نړۍ کې د غوره خدمتونو بدل کې د هند حکومت له لوري د لوبو رتن نومي جایزه ورکړله شوې ده.

نوموړې ته دغه جایزه نوي ډیلي کې د هند ولسمشرۍ ماڼۍ کې تېر ماښام د هغه هېواد ولسمشر پرنب مکرجي ورکړه.

هند کې د پخواني لومړي وزیر راجیو ګاندي په نوم دغه 'راجیو ګاندي لوبو رتن جایزه ' تر ټولو معتبره جایزه بلله کېږي.

د بي بي سي آدیش کومار ګپت په وینا ثانیه ته د جایزې ورکولو پر مهال ولسمشرۍ ماڼۍ ته هغه نور ګڼ هندي لوبغاړي هم بلل شوي وو، چې دغه جایزه یې تر لاسه کړې ده.

د هندۍ ورځپاڼې اکانومک ټایمز په رپوټ کې د کانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي ثانیه مرزا د دغې جایزې ورکړې په مناسبت هغې ته مبارکي ویلې او وايي ثانیه مرزا د هېواد لپاره د سرلوړۍ سبب ده.

ثانیه مرزا به د دوشنبې په ورځ د امریکا ګرانډ سلم ټینس سیالیو کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړه شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ثانیه مرزا: ''د دغه مډال تر لاسه کولو له کبله ډېره خوښه یم او ویاړ احساسوم.''
د انځور حقوق EPA
Image caption ثانیه وايي، هغه یوه ستره او اتله لوبغاړې ده.

د جایزې له تر لاسه کولو وروسته بي بي سي سره خبرو کې ثانیه مرزا وویل:

'د دغه مډال تر لاسه کولو له کبله ډېره خوښه یم او ویاړ احساسوم. '

نن سبا نوموړې د سویټزرلنډ له وتلې لوبغاړې مارټینا هینګر سره ده او په اړه یې وايي، چې د هغې ملګرتیا ورته ځانګړې ده.

ثانیه وايي، هغه یوه ستره او اتله لوبغاړې ده.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

سږ کال د دواړو لوبغاړو په شریکه لوبه کې ومبلډن سیالیو کې بریا تر لاسه کړه.

له دې مخکې ثانیه مرزا د امریکا اوپن بریالۍ لوبغاړې وه، خو هاغه مهال یې ملګرې لوبغاړې د برازیل برونوسوریس وه او دې سره هغه د امریکايي اوپن دفاعي اتله ده.

د انځور حقوق AFP