کرېکټ: ۱۹ کلنو افغان لوبغاړو سعودي ته ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB
Image caption دغه لوبې د ماليزيا په پلازمېنه کولالمپورکې ترسره کېږي.

د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د اسيا غوره ليګ سياليو په څلورمه لوبه کې سعودي عربستان ته ماته ورکړه.

دغه لوبې د ماليزيا په پلازمېنه کولالمپورکې ترسره کېږي.

له دې وړاندې افغانستان کويت، نيپال او متحدو اماراتو ته ماته ورکړې وه.

د لوبې پچه سعودي عربستان وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سعودي عربستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۴ اورونو کې ۱۵۷ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې دغه هدف په ډېره اسانۍ سره په ۱۷ اوور کې يوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې وګټله.

د سعودي عربستان له لوبډلې زين ۴۵، عمر امتياز ۴۲ منډې جوړې او يوه يوه وېکټه يې واخيسته.

افغان لوبډلې له لورې مسلم موسی ۴، ضیا الرحمن ۳ او رشيد خان د سعودي دوه لوبغاړ وسوځول.

په همدې ډول افغانستان له خوا حضرت الله ځاځي ۹۸ او نويد عبيد ۳۷ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله به خپله وروستۍ لوبه له کوربه هېواد سره ماليزيا سره د سپټمبر پر درېيمه ترسره کوي.