د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډله کابل ته رسېدلې

د انځور حقوق ACB
Image caption په دغو سياليو کې شپږ لوبډلو ګډون کړی و

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرېکټ لوبډله د ۲۰۱۵ کال اسيا کرېکټ غوره ليګ اتلولۍ له ګټلو وروسته کابل ته رسېدلې ده.

په دې سياليو کې افغان لوبډلې له متحدو عربي اماراتو، نيپال، کويت، ماليزيا او سعودي عربستان سره لوبې وکړې او ټولې لوبې يې وګټلې.

دا دوهم ځل دی چې افغان لوبډله دغه اتلولۍ ګټي، افغانستان تېر کال په کويټ کې د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړې وه او د اځل يې په برياليتوب له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

افغان لوبډله د اګست پر ۲۵ د اسيا غوره ليګ سياليو کې د ګډون په موخه ماليزيا ته سفر کړی او ټولو لوبډلو ته په ماتې ورکولو، د ۱۰ نومرو په لرلو يې دا اتلولي وګټله.

په دغو سياليو کې شپږ لوبډلو ګډون کړی و.

د انځور حقوق ACB
Image caption دا دوهم ځل دی چې افغان لوبډله دغه اتلولۍ ګټي، افغانستان تېر کال په کويټ کې د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړې وه

د کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک په وينا که د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې نورو سياليو ته که وګورو دوی ډېر ښه ځلېدلي او د ۱۹ کلنو ځوانانو کرېکټ ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی.

د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره په کابل کې د کرېکټ بورډ چارواکو د ښه راغلاست مراسم نيولي وو چې د ولسي جرګې ځينو غړو هم په کې برخه اخيستې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ سرپرست عزيزالله فضلي او اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي ټولو هېوادوالو ته د دې اتلولۍ د ګټلو مبارکي ورکړې او د دوی لاسته راوڼې يې د پام وړ بللې دي.

شفیق الله ستانکزی وايي په راتلونکي کې به د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته د هند او سريلانکا سره د لوبو کولو زمېنه برابره کړي او په نړيوال جام کې د ګډون په موخه به د دوی لا ښه روزنه وکړي.