د استراليا شين واټسن له ټيسټ کرېکټ تقاعد کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption شين واټسن وايي يوازې يې ټيسټ لوبې پرېښي او يو ورځنۍ او شل اووريزو لوبو ته به دوام ورکوي

د استراليا آلراونډر شين واټسن د پښې پنډۍ په برخه کې د درد له امله د انګلستان له سفر وروسته له ټېسټ لوبو لاس پر سر کېږي.

۳۴ کلن شين واټسن په ټېسټ لوبو کې تر اوسه ۵۹ لوبې کړې دي او د څه دپاسه ۳۵ په اوسط يې ۳۷۳۱ منډې کړي او تر څنګ يې ۷۵ ويکټې هم اخيستي دي.

ده په ۲۰۰۵ کال کې د ټيسټ لوبې پيل وکړ او تر اوسه يې د ايشيز په پنځو لړيو کې برخه اخيستې او د ايشيز وروستيو لوبو کې يې هم برخه لرله.

د ټیسټ په دغو پنځو سياليو کې انګلستان استراليا ته ۳-۲ ماتې ورکړه.

شين واټسن وايي: ''زه په جسماني، ذهني او تخنيکي ډول له داسې يوه حالت نه تېرېږم، چې په بدن کې د ټيسټ لوبو جذبه نه وينم.''

دی وايي: ''په تېرو دوو ورځو کې ډېر څه روښانه شول چې زما لپاره کومه پرېکړه سمه ده. ما په خپل ټول وس د ښه کرېکټ کولو هڅه کړې ده''.

شين واټسن زياته کړه: ''ما هر څه نه دي پرېښي، بلکې زه اوس هم د استراليا لپاره ۲۰ اووريزې او يو ورځنۍ کرېکټ لوبې کوم''.

له انګلستان سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې شين واټسن ټپي شو.

دغه لوبه استراليا په ۶۴ منډو وګټله.

ورته مطالب