ټینس: سیرینا ویلمز د امریکا پرانیستو سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته

د انځور حقوق Reuters
Image caption دواړو خویندو تر دې مخکې له یو بل سره ۲۶ سیالۍ کړې وې خو ۲۷مې هغې ته یې هم خلک ډېر لېواله وو.

د امریکا ټینس پرانیستو سیالیو منځلوبه کې سیرینا ویلمز خپلې خور وینس ویلمز ته ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.

په نیویارک کې د نړۍ د لومړۍ شمېرې لوبغاړې، سیرینا د ۶-۲، ۱-۶ او ۶-۳ په توپیر لوبه وګټله.

سیرینا چې ۳۳ کاله عمر لري، په نیمه پایلوبه کې به د پنجشنبې پر ورځ (سپتمبر ۱۰مه) د ایټالیې له روبرټا وینسي سره مخامېږي.

بله خوا ۳۵ کلنه وینس ویلیمز، له ۲۰۱۰ کال وروسته، لومړی ځل د دغو سیالیو منځلوبه کې لوبېده.

نوموړې تر ډېره له خپلې خور سره ښه سیالي وکړه خو پای کې سیرینا برلاسې شوه.

دغو دواړو خویندو تر دې مخکې له یو بل سره ۲۶ سیالۍ کړې وې خو ۲۷مې هغې ته یې هم خلک ډېر لېواله وو.

په لوبغالي کې شاوخوا ۲۳ زره مینه وال د لوبې لیدو ته راټول شوي وو.

سیرینا تیزه لوبه پیل کړه خو وینس هم مقاومت وکړ او سیالي یې دریم سیټ (پړاو) ته وغځوله.

د لوبې په پای کې سیرینا وویل:

"خور مې تر ټولو سخته سیاله او تر ټولو ښه انسانه ده".

"دا په دې معنا ده چې تر ټولو ښه ملګرې او تکړه سیالې سره لوبه وکړې، نو ځکه نننۍ سیالي راته ډېره ګرانه وه".

وینس ویلیمز وویل: "بایلل خوند نه لري خو بیا هم خوښه یم چې خور مې د اتلولیو ګټلو چانس لري".