کرېکټ: بنګله دېش ته د اسټرالیا دوره ځنډول شوې

د انځور حقوق Getty
Image caption په دغه دوره کې به دواړه لوبډلو دوه ټېسټ لوبې کولې چې لومړۍ هغه یې په چټاکانګ کې د اکتوبر په ۹مه نېټه پیلېدونکې وه.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي چې د یو لړ امنیتي اندېښنو له کبله یې بنګله دېش ته د خپلې لوبډلې سفر ځنډولی دی.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ په زیاته کړې چې د حکومت د معلوماتو پر بنسټ بنګله دېش کې اسټرالیوي لوبغاړي ته ښايي امنیتي ستونزې ورپېښې شي.

ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرېکټ لوبډله د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه بنګله دېش ته ولاړه شوې خو اوس یې دغه دوره تر نا څرګندې نېټې ځنډول شوې ده.

په دغه دوره کې به دواړه لوبډلو دوه ټېسټ لوبې کولې چې لومړۍ هغه یې په چټاکانګ کې د اکتوبر په ۹مه نېټه پیلېدونکې وه.

د اسټرالیا د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر جیمز سنډرلنډ وویل

"موږ غواړو چې د دواړو لوبډلو تر منځ دغه لوبې وشي او د دې لپاره مو هڅې روانې دي خو د لوبغاړو او عملې خوندیتوب زموږ لومړیتوب دی او په دې برخه کې هېڅ ډول ناغېړي نه شو کولای"

نوموړي زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ به د امنیتي حالاتو د معلومولو لپاره یوه ډله بنګله دېش ته واستول شي او د هغوی راپور ترلاسه کولو وروسته به د سفر نېټه او نور جزیات په ډاګه شي.

اسټرالیا د دغې دورې لپاره وار له مخه د خپلې ۱۵ کسیزې لوبډلې اعلان کړی چې له مخې به یې سټیو سمېت د لوبډلې کپتان وي.

ورته مطالب