فوټبال: ارسنل لېسټر ته ۵-۲ ماته ورکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لوبې تر ټولو مهمه خبره د ارسنل د برید لوبغاړي الېکسېز سانچېز درې ګولونه و.

د انګلستان د فوټبال پرېمیرلیګ د شنبې (سپتمبر ۲۶) ورځې په لوبو کې ارسنل، ټاټېنهم، مانچېسټر یونایټېډ، لېورپول، ساوتهمپټن او سټوک خپلې لوبې وګټلې.

د ورځې په لومړۍ لوبه کې ټاټېنهم د جدول د سر لوبډلې مانچېسټر سټي ته په حیرانوونکې بڼه ۴-۱ ماته ورکړه.

د ټاټېنهم له لوري هري کین او اېرېک لمېلا یو یو ګول وکړ.

په بله لوبه کې د ارسنل لوبډله لېسټر ته تللې وه.

له کوره لرې په دغه سیالي کې د ارسنل لوبډله تر ډېره په دغه لوبه کې برلاسې وه.

لومړی ګول لېسټر وکړ خو د ارسنل تیو والکاټ ژر ګول وکړ او لوبه برابره شوه.

د لوبې په ۳۷مه دقیقه کې د ارسنل الېکسېز سانچېز ګول وکړ او ارسنل په لومړۍ نیمايي کې ۲-۱ مخته شو.

په دویمه نیمایي کې الېکسېز سانچېز دوه نور ګولونه هم وکړل او په وروستۍ دقیقه کې بیا اولېویی جيرو پنځم ګول وکړ او په دې ډول ارسنل دغه لوبه ۵-۱ وګټله.

د لوبې تر ټولو مهمه خبره د ارسنل د برید لوبغاړي الېکسېز سانچېز درې ګولونه و.

نوموړي په روان لوبیز کال کې تر دې وړاندې ګول نه و کړی او له همدې امله پر نوموړي نیوکې ډېرې وې.

په نورو لوبو کې لېورپول اسټن وېلا ته ۳-۲ ماتې ورکړه.

مانچېسټر یونایټېډ له سنډرلنډ نه خپله لوبه ۳-۰ وګټله او په دې ډول اوس دوی د نمرو په جدول کې لومړی ځای لري.

ساوتهمپټن له سونزي ۳-۱ او سټوک له بون مت خپله لوبه ۲-۱ وګټله.

د وېسټ هام او نارېچ تر منځ لوبه ۲-۲ برابره پای ته ورسېده.

ورته مطالب