د زمبابوې سفر لپاره نور علي او شهزاد د لوبډلې برخه

Image caption څلور لوبغاړي به په شل اوریزو لوبو کې ګډون نه کوي او د دوی پر ځای به نور لوبغاړي غوره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ټاکونکې کمېټې نن (سپتمبر ۲۸مه) د کوربه زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېدونکې افغان کرېکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې لوبډله د زمبابوې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

د کرېکټ بورډ په وینا د ټاکل شوې یو ورځنۍ لوبډلې څلور لوبغاړي به په شل اوریزو لوبو کې ګډون نه کوي او د دوی پر ځای به نور لوبغاړي غوره کېږي.

افغان لوبډله به له سفر وړاندې په الکوزي-کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي کې د یوې اوونۍ لپاره تمرین ترسره کړي.

د تمریناتي کمپ سبا پیلېږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم به د رسمي سیالیو له پیل مخکې په زمبابوې کې د دغه هېواد له پیاوړو سیمه ییزو لوبډلو پر وړاندې درې تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.

افغانستان تر اوسه له زمبابوې سره څلور یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، دوه یې ګتلې او دوه یې بایللې دي.

غوره شوي لوبغاړي

Image caption پخواني وېکټ ساتونکي او تېز توپ وهونکي شهزاد محمدي هم افغان لوبډلې ته لار موندلې ده.

۱. اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)

۲. نورو منګل

۳. نور علي ځدران

۴. شهزاد محمدي

۵. سمیع الله شینواری

۶. محمد نبي عیسی خیل

۷. نجیب الله ځدران

۸. شفیق الله شفق

۹. حشمت الله شاهدي

۱۰. حمزه هوتک

۱۱. میرویس اشرف

۱۲. شاه پور ځدران

۱۳. دولت ځدران

۱۴. افتاب عالم

۱۵. فرید ملک

د شل اوریزو لوبو لپاره څلور بدلونونه

۱. د میرویس اشرف پر ځای کریم صادق

۲. د حشمت الله شاهدي پر ځای عثمان غني

۳. د نور علي ځدران پر ځای ګلبدین نایب

۴او د دولت ځدران پر ځای رشید ارمان

ورته مطالب