د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ او لوبډلې

د اکتوبر په ۲مه د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو د څلورم پړاو پایلوبه په کابل کې ترسره شوه.

پایلوبه کې د سپین غر بازانو لوبډلې د شاهین اسمايي کلب ته ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو زرګونو افغانانو ته دا زمینه برابره کړې چې څو شېبې په هېواد کې له ناخوالو، ناامنیو او ستونزو لېرې پاتې شي او د فوټبال لوبو په لیدلو بوخت وي.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې چې لومړی ځل یې توفان هریرود لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.

خو تر هغه وروسته د دوو نورو پړاونو اتلولي د شاهین اسمایي لوبډلې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې وګټله.

د فوټبال غوره لیګ لوبو څلورم پړاو کې بیا هم د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو په استازیتوب اتو لوبډلو له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د فوټبال غوره لیګ سیالیو لوبډلې

[an error occurred while processing this directive]

تمه ده چې د دوی د روزنې په مټ به لوبغاړي وکولی شي له تخنیکي پلوه ښې لوبې ترسره کړي.

Image caption د طوفان هریرود لوبغاړي خپله بریا لمانځي.

په تېرو دوو کلنو کې دوی خورا پیاوړي لوبغاړي له غوره لیګ سیالیو څخه ملي لوبډلې ته جذب کړي او سږکال هم هدف همدا دی. هغه لوبغاړي چې ښه استعداد لري او د ملي لوبډلې معیارونه پوره کوي، دوی به یې جذب کړي.

محب الله کاکړ د موج های آمو لوبډلې ګول ساتونکی، چې په ورته وخت د افغانستان د ۲۳ کلنو ملي لوبډلې ګول ساتونکی هم دی، له سږنیو لوبو خوښ ښکاري، او وايي:

"سږ کال مو لوبو د تېر کال په پرتله بدلون موندلی، تېر کال په هره لوبه کې درې څلور ګولونه کېدل خو سږ کال مو تر اوسه ښې لوبې کړې دي. زه خپلې هڅې کوم او غواړم د جرمني د ګول ساتونکي مانیول پیټر نویور په شان یو ښه لوبغاړی واوسم ځکه مانیول نویور زما د خوښې لوبغاړی دی."

دی دغه راز وايي، "په غوره لیګ کې مې د میوند اتلان لوبډله خوښه ده، ځکه لوبغاړي یې ډېر مینه ناک او د ښو اخلاقو خاوندان دي. اوس په دغې لوبډلې کې څو ښه ملګري هم لرم. موږ مخکې څو روزونکي درلودل، خو اوس یو مشر لرو چې بهرنی دی او ټول پرې راټول دي."

Image caption چارواکي وايي د یو شمېر لوبو لیدو ته د لوبغالي له ظرفیته او ځایه ډېر مینه وال ورغلي دي.

د افغانستان غوره لیګ سیالۍ د روان کال د وږي په پنځمه نېټه پيل شوې او د تلې تر ۱۰مې یې دوام وموند.

د غوره لیګ څلورم پړاو ټولې سیالۍ د مازدیګر په څلورو بجو پیل شوې چې د ځينو خصوصي ټلویزیونو او راډیوګانو له لارې یې بهیر په ژوندۍ بڼه خپور شوی دی.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو چارواکو ویلي وو چې د تېر په څېر به د غوره لیګ ټولې سیالۍ د اوونۍ په دریو ورځو چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه مازیګر ۴ بجې د افغانستان فوټبال فدراسیون په (ګول) لوبغالي کې ترسره کیږي چې د دوو خصوصي تلویزیونونو او دوی پورې تړلو راډیوګانو له لارې د فوټبال مینه والو ته په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د سوېلي اسیا فوټبال کلبونو ته لار موندنه:

وحیدالله واحدي د سپین غر بازان لوبډلې مرستیال روزونکی وايي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله اتلې لوبډلې ته یو بل ځانګړی امتیاز هم و.

"ټولو لوبډلو له نورو ولایتونو لوبغاړي پېرلي نو ځکه سږ کال مو هېڅ کمزورې لوبډله نه لرله. د لوبو کچه هم لوړه شوې ده. بله دا چې د دغو لوبو اتله لوبډله به د سوېلي اسیا فوټبال کلبونو سیالیو ته لار مومي نو ځکه لوبډلې هم زیات زیار باسي چې دا ویاړ خپل کړي."

دی زیاتوي، "سږ کال د لوبو ګټل او بایلل هم د چانس له مخې نه دي، ټولې لوبډلې ځواکمنې شوې او د جام ګټلو هوډ او وړتیا یې درلوده."

د سپین غر بازان لوبډلې لوبغاړی شفق ایوبي ویلي وو، "موږ تېر کال دریم ځای خپل کړی و، خو سږ کال هڅه کوو تر هغه ښه ځای ولرو، ځکه تر دې دمه د خپل ګروپ په سر کې ځای لرو."

شفق ایوبي د پوهنتون محصل هم دی، وايي د فوټبال لوبه لوبغاړو ته شهرت ورکوي خو تر تله نه وي، نو ځکه خپلو درسونو ته هم پام کوي.

د ښاغلي ایوبي د خوښې لوبغاړی د ارجنټاین ملي لوبډلې او د بارسلونا کلب لوبغاړی لیونېل مېسي دی.

د لوبو مینه وال:

د انځور حقوق epa
Image caption لوبغالي کې د لوبو لیدو ته د نارینه و تر څنګ، ډېر شمېر ښځینه مینه والې هم ورغلې دي.

د سپین غر بازان لوبډلې روزونکی علي جان ګمبردیف وايي یو شمېر لوبغاړي په تخنیکي او معیاري ډول له فوټبال سره بلد نه وو، خو د روزونکو له روزنې سره یې اوس ډېر بدلون موندلی.

د ده په اند سږ کال ټولې لوبډلې ځواکمنې وې. ښاغلی ګیمبردوف ګیله لري چې د ده د لوبډلې د لوبو نندارې ته لږ مینه وال ورغلي.

د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په ښه توګه سمبال شوې، چارې او لګښتونه یې د یوه خصوصي مخابراتي شرکت له خوا ورکول کېږي.

شفیع شریفي د فوټبال غوره لیګ سیالیو یو سمبالونکی وايي، شاوخوا لس دولس کاله وړاندې په افغانستان کې په دومره ستره کچه د ورزشي لوبو جوړولو فکر هم نه کېده.

"دلته د افغانستان د هر قوم او سیمې خلک راځي او څو شېبې په خوښۍ سره تېروي. تر څنګ یې د خلکو مینه او علاقه هم کال تر بله ډېریږي. سره له دې چې امنیتي حالات خراب شوي خو تر څنګ یې آن د ښځينه مینه والو شمېر هم ډېر شوی او د لوبو لیدلو ته راځي."

ښاغلی شریفي وايي لوبغالی د شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو وړتیا لري، خو ځينې ورځې آن تر ۲۰۰۰۰ کتونکي هم د لوبو نندارې ته ورغلي.

لوبې د ورځې په څلور بجو پیل شوې خو ځينې ورځې آن د غرمې لس بجې ټکټونه ټول پلورل شوي او خلاص شوي وو.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی یوسف کارګر وايي د غوره لیګ سیالیو د هېواد په کچه د فوټبال پر لوبو ښه او مثبت اغېز کړی، چې نه یوازې د دغه لیګ بلکې د ملي لوبډلې لپاره د ښو لوبغاړو د غوره کېدو لپاره هم ښه زمینه برابروي.

دی وايي، تر څنګ یې دغه لوبې د ملي یووالي او خلکو ترمنځ د نژدې والي لامل هم دی.

د مینه والو ګډون:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د دغو لوبو هرې سیالۍ ته زرګونه مینه وال ورځي. سید جمشید سادات د فوټبال یو مینه وال دی. ښاغلی سادات وايي اوسمهال په افغانستان کې د سالمې تفریح زمینه ډېره لږه ده، او فوټبال چې خلکو ته دا فرصت برابر کړی نو دی هم هڅه کوي چې هرې لوبې ته ورشي.

انجېلا هم د لسګونو نورو نجونو او مېرمنو له ډلې د فوټبال لیدلو ته ورغلې.

نوموړې وايي، کورنۍ یې د فوټبال لیدلو مخه نه نیسي. ځکه د فوټبال لوبې لیدل د تلویزون په پرتله په مخامخ بڼه ډېر خوند لري.

وړې ماشومې حسنا بیا له خپلو دوو وروڼو غوښتي چې د لوبې لیدلو ته یې بوځي، خو ډېره خوشاله پر دې وه چې د خوښې وړ لوبډلې یې شاهین آسمايي دوه ګولونه کړي وو. او خوښي يې څو برابره زیاته شوې وه.

ورته مطالب