د بلاټر، جیروم والک او مایکل پلاټیني دندې ۹۰ ورځې ځنډول شوې

 سیپ بلاټر او جیروم والک په ۲۰۱۴ کال کې. د انځور حقوق AFP
Image caption سیپ بلاټر او جیروم والک په ۲۰۱۴ کال کې.

د فوټبال نړیوالې شورا په موقت ډول خپل مشر سیپ بلاټر، سکرتر جیروم والکه او مرستیال مشر مایکل پلاټیني د ۹۰ ورځو لپاره له دندې ګوښه کړي دي.

د فیفا پر مخکیني مرستیال مشر چونګ مونګ جوون، د شپږو کلونو لپاره بندیز لګول شوي دی او ۱۰۰ زره سویس فرانکه جریمه شوی هم دی.

دغه بندیزونه د فوټبال مشرتابه نړیوالې شورا لخوا اعلان شوي دي.

د بلاټر، والکه او یویفا مشر پلاټیني خلاف د یادې کمېټې له لوري د فساد اړوند تورونو څېړنه کېده. په یوه اعلامیه کې د یادې کمېټې له لوري ویل شوي دي:

د انځور حقوق AP
Image caption د فیفا اخلاقي کمېټۍ له لوري له هغه وروسته دغه څېړنه پیل شوه،چې د سویډن لویې څارنوالۍ د ۷۹ کلن بلاټر خلاف جنايي دوسیه پرانیسته

''هغو څېړنو چې د کمېټې د څېړنیزې برخې له لوري کېږي د دغې پرېکړې لپاره زمینه برابره کړې دي.''

پر دوی درې کسانو هر ډول فوټبال فعالیتونو کې د ونډې نه اخیستو بندیز لګول شوی دی، چې دغه درې کسان پر ځان لګیدلي ټول تورونه ردوي.

د فیفا اخلاقي کمېټۍ له لوري له هغه وروسته دغه څېړنه پیل شوه،چې د سویډن لویې څارنوالۍ د ۷۹ کلن بلاټر خلاف جنايي دوسیه پرانیسته.

پر نوموړي د یوې داسې هوکړې لاسلیکولو تور دی، چې وايي د قوټبال مشرتابه شورا ته ' بې ګټې ' وه او وايي دغه راز یې د یوفا مشر مایکل پلاټیني ته ' بې ځایه ' پېسې ورکړې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بلاټر، والکه او یویفا مشر پلاټیني خلاف د یادې کمېټې له لوري د فساد اړوند تورونو څېړنه کېده.

د اخلاقیاتو کمیټۍ له هغه وروسته د پلاټیني خلاف د دوو میلیونو یورو ورکړې څېړنه پیل کړه، چې نوموړي شپیته کلن چارواکي د بلاټر لپاره د سلا مشورې کار پیل کړ.

والکه وار له مخه د ورځپاڼې له هغه رپوټه وروسته، چې ګواکې د نړیوال جام ټکټونو پلور کې یې شخصي ګټه تر لاسه کړې، داسې حالت کې له دندې په رخصت تللی و، چې معاش یې ورکول کېده.