فیفا مشر سیپ بلاټر د ۹۰ ورځو دندې موقت ځنډ سره مخامخ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بلاټر مدافع وکیلان وایی له کمېټې انتظار لري چې د هغه د وروستۍ پرېکړې مخکې ده ته خبر ورکړي.

د فوټبال نړیوالې شورا مشر سیپ بلاټر د دندې ۹۰ ورځو له موقت ځنډ سره مخامخ دی.

د دغه بندیز وړاندیز د فیفا اخلاقي کمېټۍ له لوري له هغه وروسته شوی، چې د سویډن لویې څارنوالۍ د ۷۹ کلن بلاټر خلاف جنايي دوسیه پرانیسته.

پر نوموړي د یوې داسې هوکړې لاسلیکولو تور دی، چې وايي د قوټبال مشرتابه شورا ته ( بې ګټې ) وه او وايي دغه راز یې د یوفا مشر مایکل پلاټیني ته ' بې ځایه ' پېسې ورکړې دي.

بلاټر پر ځان لګیدلي تورونه ردوي او مدافع وکیلان یې وايي د ادارې د اخلاقي کمیېټې له لورې د هېڅ ډول عمل په اړه نه دي ورته ویل شوي چې دنده یې وځنډېږي.

وکیلان وایی له کمېټې انتظار لري چې د هغه د وروستۍ پرېکړې مخکې ده ته خبر ورکړي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون اخلاقي کمیېټې تر هغه وروسته چې د سویس لوی څارنوال د ښاغلي بلاتر په وړاندې د جنایي قضیې د پرانستو غوښتنه وکړه د سېپ بلاتر د دندې موقتي ځنډول وغوښتل.