فوټبال: "د لېورپول روزنه تر ټولو ننګونکې دنده ده"

د انځور حقوق Getty
Image caption ۴۸ کلن یورګن کلاپ ښايي خپل پخواني مرستیالان هم له ځان سره لېورپول ته بوځي.

د لېورپول نوي ټاکل شوي روزونکي یورګن کلاپ خپله نوې دنده د فوټبال په نړۍ کې تر ټولو ننګوونکې بللې.

د بروسیا ډورتمند پخواني روزونکي له لېورپول سره د شاوخوا ۲۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت درې کلن تړون لاسلیک کړ.

۴۸ کلن یورګن کلاپ ښايي خپل پخواني مرستیالان هم له ځان سره لېورپول ته بوځي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل

"زما هېڅکله اسانه دنده نه ده خوښه. زما دا نوې دنده په فوټبال کې تر لویه ننګونه ده خو ورسره هم مهاله تر ټولو جالبه هم ده"

نوموړي وویل لېورپول د پرېمیرلیګ نمرو په جدول کې یوازې ۶ پواینټه شاته دی او لا ټول لوبيزه کال مخته دی نو د دې امکان شته چې ښه لوبه وکړي او د سر په څلورو لوبډلو کې ځان ورګډ کړي.

لېورپول دا مهال د پرېمیرلیګ په جدول کې لسم ځای لري.

ورته مطالب