د افغانستان فوټبال لوبډلې له سوريې ماتې وخوړه

Image caption له افغانستان سره په پنځم ګروپ کې سنګاپور، کمبوديا، جاپان او سوريه دي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روسيه کې د ۲۰۱۸ کال نړيوال جام لوبو ته د غورواي سياليو کې له سوريې لويه ماتې وخوړه.

که څه هم د لوبې پيل ښه و، خو له لسو دقيقو وروسته سوريايي لوبغاړو پر افغان لوري خپل بريدونه ډېر کړل.

د لوبې په لومړۍ نيمايي کې لومړني درې ګولونه سوريايي لوبغاړو وکړل او افغانستان يوازې يو ګول درلود.

د دويمې نيمايي په لومړيو کې افغان لوبغاړو دويم ګول وواهه او د دواړو لوبډلو ترمنځ يې واټن رالنډ کړ.

خو سوريايي لوبغاړو تر دې وروسته افغان لوبغاړو ته د نورو ګولونو وهلو فرصت ور نه کړ او د لوبې ولکه يې خپله کړه.

د سوريې ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته دوه نور ګولونه ورکړل او په دې سره يې خبر بری يقيني کړ او د خپلو ګولونو شمېر پنځو ته ورساوه.

د لوبې په پای کې پايله ۵-۲ د سوريې په ګټه اعلان شوه.

افغانستان تر اوسه څلور لوبې کړې دي، چې درې يې بايللي او له سنګاپور نه يې لوبه ګټلې ده.

له افغانستان سره په پنځم ګروپ کې سنګاپور، کمبوديا، جاپان او سوريه دي.