کومې لوبډلې د اروپا فوټبال اتلولیو ته ووتلې

د انځور حقوق Reuters
Image caption ویلز له ۱۹۵۸م کال راپدېخوا په لومړي ځل د فوټبال کومې لویې نړیوالې اتلولۍ ته لار موندلې.

د ۲۰۱۶م کال د اروپا فوټبال اتلولیو لپاره د لار موندنې پړاو پای ته ورسېد. دغه اتلولۍ راتلونکی کال په فرانسه کې ترسره کېدونکي دي. ۲۴ لوبډلې به د اروپا اتلولیو ګټلو لپاره سره سیالي کوي. نو کومو لوبډلو دغو سیالیو ته لار موندلې؟

دلته مو ورته لنډه کتنه کړې.

فرانسه

د انځور حقوق epa
Image caption کریم بېنزېما د فرانسې له تکړه لوبغاړو څخه دی.

د کوربه هېواد په توګه فرانسه وار له واره د راتلونکې کال سیالیو کې ځای شوې وه. دوی د ۲۰۱۴م کال په نړیوال جام کې د جرمني پر وړاندې له ماتې خوړو وروسته نړیوالې سیالۍ نه دي کړي.

فرانسې په ۱۹۸۴م او ۲۰۰۰م کال کې د اروپا د فوټبال اتلولۍ ګټلې دي. روزونکی یې دېدیار دیشامپسدی دی.

چېک جمهوریت

Image caption بورېک ډوکل د چېک لپاره تر ټولو ډېر ګولونه ووهل

چېک جمهوریت له ۱۹۹۶م کال راپدېخوا هر ځل د اروپا فوټبال اتلولیو ته لار موندلې. دوی په الف ګروپ کې و او د ډېرو نمرو په لرلو د دغه ګروپ په سر کې راغلي.

د چېک جمهوریت فوټبال لوبډلې تر اوسه د اروپا نړیواله اتلولي نه ده ګټلې خو دوی په ۱۹۹۶م کال کې پایلوبې ته وتلي و.

ایسلنډ

د انځور حقوق AFP
Image caption ایسلنډ په لومړي ځل د اروپا نړیوال اتلولیو کې لوبېږي

ایسلنډ به په لومړي ځل د فوتبال په کومې لویې نړیوالې اتلولۍ کې ولوبېږي.

دوی په الف ګروپ کې تکړه او غوره لوبډلې کله هالنډ او ترکیه شاته پرېښودل او د راتلونکي کال سیالیو ته لار ومونده.

ترکیه

د انځور حقوق Getty
Image caption ترکیه په خپل ګروپ کې درېیم ځای خپل کړ

ترکیه په الف ګروپ کې په درېیم ځای کې راغله او د نورو ګروپونو د درېیم مقام له لوبډلو یې ډېر پواینټونه لرل نو له دې کبله دوی هم مخامخ د راتلونکي کال سیالیو کې ځپل ځای پوخ کړ.

ترکیه په ۲۰۰۸م کال کې د اروپا نړیوالو اتلولیو نیمه پایلوبې ته وتلې وه.

بلجیم

د انځور حقوق AFP
Image caption بلجیم یوه له مهمو لوبډلو ګڼل کېږي

د بلجیم فوټبال لوبډله په بي ګروپ کې تر ټولو ډېرې لوبې وګټلې او د سر لوبډله شوه.

بلجیم هم تر دې دمه د اروپا نړیوالې اتلولۍ نه دې ګټلي خو په ۱۹۸۰م کال کې پایلوبې ته وتلي و.

د راتلونکي کال اتلولیو لپاره بلجیم یوه له ځواکمنو لوبډلو ګڼل کېږي او ځینې تکړه لوبغاړي لري چې کولی شي بلجیم ته بری ور په برخه کړي.

ویلز

د انځور حقوق PA
Image caption ګارېت بال په دغو سیالیو کې د ویلز لپاره اته ګولونه وکړل

ویلز له ۱۹۵۸م کال راپدېخوا په لومړي ځل د فوټبال کومې لویې نړیوالې اتلولۍ ته لار موندلې.

دوی به راتلونکی کال په لومړي ځل د اروپا د فوټبال په نړیوالو اتلولیو کې لوبېږي.

د ګارېت بال او ارون رمزي په څېر لوبغاړي کولی شي د نورو لوبډلو لپاره سرخوږی جوړ کړي. کرېس کولمن د ویلز روزونکی دی.

اسپانیا

د انځور حقوق Reuters
Image caption فرننډو ټورېز د اسپانیا تکړه بريدګر لوبغاړی دی

د اسپانیا لوبډله د ګروپ سي د سر لوبډله وه.

اسپانیا تر دې وړاندې په ۱۹۶۴، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کې د اروپا فوټبال اتلولۍ ګټلي.

انګلستان

د انځور حقوق Getty
Image caption د انګلستان د لوبډلې کپتان وین روني د سر بوبي چالټن د ډېرو ګولونو رېکارډ مات کړ

انګلستان په ګروپ اي کې ځای درلود. دوی خپلې ټولې ۱۰ لوبې وګټلې او د اروپا اتلولیو ته یې تر نورو لوبډلو وړاندې لار ومونده.

انګلستان تر اوسه د اروپا فوټبال اتلولي نه ده ګټلې.

په دغو سیالیو کې د دوی تر ټولو لویه لاسته راوړنه په ۱۹۶۸م کال کې د درېیم مقام ترلاسه کول و.

جرمني

د انځور حقوق Getty
Image caption جرمني تېر کال د فوټبال نړیوال جام وګاټه او د راتلونکي کال د اروپا اتلولیو لپاره هم غوره لوبډله ګڼل کېږي

جرمني د ګروپ ډي د سر لوبډله وه. دوی که څه هم د پولنډ او د ایرلنډ جمهوریت پر وړاندې لوبې وبایللې خو بیا یې په اسانۍ وکړای شول چې د راتلونکي کال سیالیو ته لار پیدا کړي.

جرمني په ۱۹۷۲، ۱۹۸۰ او ۱۹۹۶م کال کې د اروپا د فوټبال اتلولي ګټلې.

پر دغو لوبډلو سربېره نورې هغه لوبډلې چې د ۲۰۱۶م کال د اروپا د فوټبال اتلولیو ته یې لار موندلې په لاندې ډول دي.

سلواکیا، پولنډ، سویس، شمالي ایرلنډ، رومانیا، اتریش، روسیه، اېټالیا، کرویشیا، پرتګال او البانیا.

هغه اته لوبډلې چې په خپلو ګروپونو کې یې درېیم مقام خپل کړی او له دوی به څلور د راتلونکي کال سیالیو ته وځي په دې ډول دي.

بوسنیا، اوکراین، د ایرلنډ جمهوریت، سلووېنیا، هنګري، سويډن، ناروی او ډنمارک.

ورته مطالب