د پاکستان پر وړاندې د انګلستان ښه پیل

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان په توپ اچوونکو کې وهاب ریاض ښه توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د پاکستان او انګلستان د کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځه ورځنیو سیالیو په درېیمه ورځ د لوبې تر پای ته رسېدو پورې انګلستان ۲۹۰ منډې کړې وې او درې لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

انګلستان د توپ وهنې ښه پیل وکړ او د کپتان الېسټر کوک د سلیزې په مرسته یې یوه ځواکمن حالت ته ځان ورساوه.

په درېیمه ورځ انګلستان له ۵۶ منډو خپل بیټېنګ پیل کړ.

کپتان یې الېسټر کوک په درېیمه ورځ خپله سلیزه پوره کړه.

نوموړي ۱۶۴ منډې کړې دي او ناسوځېدلی پاتې.

پر هغه سربېره ایان بېل نیمه سلیزه وکړه او ۶۵ منډې يې جوړې کړې.

د پیل توپ وهونکي معین علي هم ۳۵ منډې وکړې.

نوموړي له کپتان الېسټر کوک سره په ګډه د ۱۱۶ منډو ملګرتیا وکړه.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې وهاب ریاض ښه توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

سبا ته د لوبې څلورمه ورځ ده.

پاکستان به هڅه کوي چې د انګلستان ټول لوبغاړي یې وسوځوي، او د انګلستان کوښښ به دا وي چې د پاکستان ۵

ورته مطالب