کرېکټ: زمبابوې په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

Image caption د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې زمبابوې افغانستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د پنځو یو ورځنیو لوبو په دغه لړۍ کې اوس زمبابوې ۱-۰ مخته شوه.

دغه لوبه د بولاوایو په کوینز لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د نور کله په څېر د افغانستان توپ وهونکي یو وار بیا ناکام شول.

ډیری یې د ناسم شاټ وهلو او د شپږيزې په هڅه کې وسوځېدل.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۴م اوور کې وسوځېده.

د افغانستان په توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې نجیب ځدران او دولت ځدران وکړې. دواړه په ۲۵ منډو وسوځېدل.

کپتان اصغر ستانکزي یوازې ۵ منډې وکړې او محمد نبي بیا په صفر وسوځېد.

د زمبابوې په توپ وهونکو کې مسکادزا څلور لوبغاړي وسوځول.

جانګوی او چېسورو هم درې درې لوبغاړي وسوځول.

زمبابوې د ۱۲۳ منډو هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۵ اورونو کې پوره کړ.

ورته مطالب