د هند او پاکستان تر منځ د کرېکټ خبرې لغوه شوې

د انځور حقوق
Image caption د روانې میاشتې په پيل کې دغه ګوند یو پاکستانی سندرغاړی غلام علي اړ کړ، چې په ممبۍ کې د موسیقۍ کنسرت ترسره نه کړي

د ښي اړخه هندو سخت دریځه ګوند شیو سینا له لوري له احتجاج وروسته د هند ممبۍ ښار کې د هند او پاکستان کرېکټ بورډ د مشرانو تر منځ خبرې اترې لغوه شوې.

د دوشنبې په ورځ د خبرو له پیله مخکې د شیوسیناګوند لسګونه فعالان د هند کرېکټ بورډ دفتر ودانۍ ته ننوتل.

شیوسینا ګوند پر پاکستان تور پورې کوي، چې هند کې د وسله والو بریدونو تر شا دی او ورسره د هر راز اړیکو مخالفت کوي.

د روانې میاشتې په پيل کې دغه ګوند یو پاکستانی سندرغاړی غلام علي اړ کړ، چې په ممبۍ کې د موسیقۍ کنسرت ترسره نه کړي.

تېره اونۍ هم د دغه ګوند فعالانو د هند یوه فکري مرکز پر مشر له دې کبله تور رنګ وشینده، چې هغه د بهرنیو چارو د یوه پخواني پاکستان وزیر کتاب مخکتنې ته وړاندې کاوه.

د ګوند فعالان وايي، پر سدهیندرا کلکرني د تور رنګ شیندل د پاکستان خلاف د (سوله ییز) احتجاج یو ډول دی.

خو ښاغلي کلکرني دغه پېښه پر (دېموکراسي برید) بللی دی.

د دوشنبې په ګهیځ د شیوسینا فعالان چې شیوسینیک هم بلل کېږي، د ممبۍ په وانکهیډې لوبغالي کې د هند کرېکټ کنترول بورډ یا (بي سي سي ای) دفتر ته په زور ننوتل، چې د دغه بورډ مشر شاشنک منوهر به په کې د پاکستان کرېکټ بورډ له مشر شهریارخان سره لیدل.

د دواړ کرېکټ بورډ مشرانو تر منځ د روان کال دسمبر میاشت کې د دواړو لوبډلو تر منځ د کرېکټ لوبو د لړۍ پر سر خبرې کېدې.

ځايي پولیس وايي یو شمېر احتجاج کونکي نیول شوي دي.

ځینې رپوټونو کې اوس ویل شوي، چې د کرېکټ بورډ مشرانو تر منځ به اوس ډيلي کې د سې شنبې په ورځ خبرې کېږي، خو دغه رپوټونه په رسمي توګه تایید شوي نه دي.

د هند غوره لیګ ( ای پي ایل ) مشر راجیو شوکلا او د بي سي سي ای یوه لوړ پوړې چارواکي دغه برید غندلی دی.

ورته مطالب