افغانستان د يو ورځنيو لوبو لړۍ له زمبابوې وګټله

د انځور حقوق ACB
Image caption دا لومړی ځل دی چې د دوهمې درجې غړيتوب لرونکی ټيم له بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې د يو ورځنيو سياليو لړۍ ګټي

د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو تر منځ د يو ورځنيو سيالو د لړۍ په پنځمه او وروستۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته سخته ماته ورکړه.

د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان درې او زمبابوې دوې لوبې ګټلې دي.

ددغې لوبې پچه زمبابوې وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان له خوا په ننۍ لوبه کې نور علي ځدراڼ ۵۴، محمد نبي ۵۳، اصغر ستانکزي ۳۸ او محمد شهزاد ۲۶ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۵ منډې جوړې کړې.

زمبابوې ونشوای کړای ټاکل شوی هدف پوره کړې، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې يوازې ۱۷۲ منډې جوړې او لوبه افغانستان ته وبايلله.

د انځور حقوق ACB
Image caption ټاکل شوې ده د افغانستان او زمبابوې لوبډلو تر منځ دوه شل اوريزې لوبې هم ترسره شي

له افغان ټيم دولت ځدراڼ څلور کسه، امير حمزه درې، راشيد خان دوه او ميرويس اشرف يو کس وسوځاوه.

د زمبابوې لپاره سين وېليمز په ۱۷۹ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې او د راشيد خان له خوا وسوځول شو.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي دغه لوبې د راتلونکي کال نړيوال جام ته د چمتوالي يو مهم پړاو بللی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له خپل نوي روزونکي انضمام الحق سره د اکتوبر پر ۱۶ له زمبابوې سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ پیل کړې وه.

ټاکل شوې ده د افغانستان او زمبابوې لوبډلو تر منځ دوه شل اوريزې لوبې هم ترسره شي.

ورته مطالب