د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې خپل روزونکی لیرې کړ

Image caption سلاون سکیلیزیچ د روان کال فبرورۍ میاشت کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په توګه له دغې لوبډلې سره پنځه کلن قرارداد لاسلیک کړ.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ددغې لوبډلې بوسنیایی روزونکی سلاون سکیلیزیچ له دندې لیرې کړی. ویل کېږي د هغه د لیرې کولو لامل کمزوری فعالیت او په څنګ کې یې د نامسلکي کسانو ځای پر ځای کېدل وو.

د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: ''د کمزورو پایلو ترلاسه کېدل او د مسلکي کدرونو کمزورې ډله'' د ښاغلي اسکلیزیج د لیرې کېدو لامل شو.

سلاون سکیلیزیچ د روان کال فبرورۍ میاشت کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په توګه له دغې لوبډلې سره پنځه کلن قرارداد لاسلیک کړ.

ښاغلی سکیلیزیچ هغه مهال ویلي وو، چې غواړي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تګلاره او نوي پروګرام د اروپايي فوټبال لوبډلو له هغو سره یوشان کړي.

ده ویلي وو، هڅه به یې دا وي چې له هېواده بهر نوي لوبغاړي لوبډلې ته جذب کړي او په بهر کې افغان لوبغاړو ته د تمرین زمینه برابره کړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۳ کال د سوېلي آسیا هېوادونو د فوټبال اتلولي وګټله.

اوس دغه لوبډله د ۲۰۱۸ کال نړیوالې اتلولۍ ته د لارې موندلو لپاره مقدماتي سیالۍ کوي.

سلاون سکیلیزیچ چې په اصل کې د بوسنیا دی، خو په جرمني کې د فوټبال په برخه کې اوږده تجربه لري.

دغه ۴۳ کلن روزونکی د جرمني په ګڼو لوبډلو کې روزونکی تېر شوی دی.

په راتلونکي کال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له نژدې ۲۰ دوستانه رسمي سیالیو سره مخامخېدونکې ده.‌

ورته مطالب