'روسیې ته د کوربتوب ورکولو پرېکړه له رایې اچوونې مخکې شوې '

د انځور حقوق isna
Image caption دا پرېکړه مو هم وکړه، چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به په امریکا کې تر سره کېږي سیپ بلاټر

د فوټبال د نړیوالې ادارې، فیفا، ځنډول شوي مشر سېپ بلاټر په ډاګه کړې، چې روسیې ته د فوټبال د راتلونکو نړیوالو سیالیو د کوربه توب د ورکولو په اړه هوکړه په دې تړاو له رایې اچونې دمخه شوې وه.

نوموړي د روسیې له تاس خبري اژانس سره په یوې مرکې کې همداراز ویلي، چې ټاکله شوې وه د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام کوربه توب امریکا ته ورکړل شي، خو د فرانسې له مداخلې وروسته دغه امتیاز قطر وګاټه:

'' موږ په خپله ډله کې دننه پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربتوب به روسیې ته ورکوو. دا ځکه چې له دې مخکې د فوټبال نړیوال جام سیالي هېڅکله هم په ختیځه اروپا کې نه وې تر سره شوې. دا پرېکړه مو هم وکړه، چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به په امریکا کې تر سره کېږي. یعنی په دې معانا چې دوو لویو سیاسي ځواکونو ته مو د کوربتوب حق ورکړ. هر څه سم روان وو، خو بیا یوه ورځ د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د قطر له شاه زاده سره راڅرګند شو. د اروپا د فوټبال فدراسیون مشر مشال پلاتیني هم ورسره و. د غرمې د ډوډۍ پر مهال یې راته وویل، ښه به دا وي چې که د ۲۰۲۲ کال سیالۍ قطر ته ورکړلې شي، له هغه وروسته هر څه بدل شول.''

د نړیوالو سیالیو د کوربنو د ټاکلو مسله د اداري فساد د هغو تورونو په سر کې ده چې په دې وروستیو کې فیفا ورسره مخامخ ده.