په انګلستان کې د رګبي نړيوال جام نوي زيلاند وګاټه

د انځور حقوق AP
Image caption دا دريم ځل دی چې د نوي زيلاند لوبډله نړيواله جام ګټي

په انګلستان کې د رګبي نړيوال جام اتلولي دفاعي اتل نوي زيلاند استراليا ته په ماتې ورکولو وګټله.

دا د رګبي په تاريخ کې لومړی ځل دی چې يو هېواد له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د شنبې په ماښام (اکتوبر، ۳۱مه) د انګلستان په ټويکنهم لوبغالي کې پايلوبه وشوه چې نوي زيلاند استراليا ته ۱۷د ۳۴ پواينټونو په مقابل کې ماتې ورکړه.

د لوبې د دويمې نيمايي په پيل کې نوی زيلاند له خپل دوديز سيال او ګاونډي هېواد استراليا نه ۳ د ۲۱ پواينټونو په توپير مخکې و او لوبه يو اړخيزه برېښېده.

خو استراليا هم پياوړې لوبه پيل کړه او يو مهال و، چې ځان يې نوي زيلاند ته ورنژدې کړ او د دواړو لوبډلو ترمنځ واټن يوازې څلورو پواينټونو ته راښکته شو.

خو په وروستيو ۱۵ دقيقو کې د نوي زيلاند بخت بيدار شو او د لوبې ولکه يې په خپل لاس کې واخيسته.

دا دريم ځل دی چې د نوي زيلاند لوبډله نړيواله جام ګټي.

د دريم مقام ترلاسه کولو لپاره جنوبي افريقا ارجنټاين ته ماتې ورکړه.

په دغو اتلوليو کې د انګلستان لوبډله ښه و نه ځلېده او په ليګ سياليو کې يې ماتې وخوړه.

دا لومړی ځل دی چې کوربه لوبډله نه شي توانېدلی په نړيوال جام کې تر منځلوبو ځان ورسوي.

ورته مطالب