افغانستان په فوټبال کې کمبوديا ته درې صفر ماتې ورکړه

Image caption افغانستان کمبودیا ته درې صفر ماتې ورکړه

کمبوديا ته درې صفر ماتې افغان لوبډلې ته لوى برى دى خو د نړيوالو اتلوليو د غوراوي دويم پړاو ته په رسېدا کې ورسره مرسته نه شي کولى.

د ٢٠١٨ کال نړيوالو فوټبال اتلوليو د غوراوي د دويم پړاو په سياليو کې افغانستان په اي گروپ کې دى.

له دوى سره جاپان، سوريه، سينگاپور او کمبوديا بخت ازمويي.

تر دې وړاندې افغانستان له جاپان او سوريې سره لويې ماتې خوړلې وې او سينگاپور هم ورڅخه گټلې وه.

خو افغان لوبغاړو کمبوديا ته په خپل کور کې هم يو صفر ماتې ورکړې وه.

له همدې هېواد سره په دويمه لوبه کې افغانستان په ٤٢ مه دقيقه کې د مصطفى ځاځى د گول په مټ برلاسي ومونده.

د لوبې تر ٧٨ دقيقې پورې افغانستان يو صفر وړاندې و.

دغه وخت نورالله اميري دويم گول وکړ او برى يې يقيني کړ.

Image caption افغان لوبغاړو کمبوديا ته په خپل کور کې هم يو صفر ماتې ورکړې وه

د لوبې په اضافي وخت کې خيبر اماني دريم گول هم وکړ او افغانستان دغه لوبه د درې صفر په توپير خپله کړه.

دا لوبه د ايران په پلازمېنه تهران کې ترسره کېده.

د همدې گروپ په يوه بله لوبه کې سينگاپور له جاپان څخه درې صفر په خپل کور وبايلله.

اوس جاپان او سوريه په أي گروپ کې وړاندې دي.

افغانستان د شپږو پواينټونو په لرلو بل پړاو ته د وتلو هيله نه لري خو کمبوديا ته ښکاره ماتې به لوبغاړو ته زړه ورکړي چې د گروپ په پاتې لوبو کې هم وځلېږي.