۲۰۱۶ اولمپیک لوبو کې د روسیې برخلیک پرېکړه د جمعې په ورځ کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption داسې تمه کېږي، چې د ځغاست لوبو نړیوال فدراسیون به د جمعې په ورځ د روسیې پر وړاندیز غور وکړي

روسي چارواکي هڅه کوي د دغه هېواد ځغاست لوبغاړي راتلونکی کال ریو دې جینیرو اولمپیک لوبو کې له بندیزونو سره مخامخ نه شي.

دوی د ځغاستې لوبغاړو ته د انرژۍ ممنوع درملو ورکړې قضیه کې د دغه هېواد د سپورت پخواني مشرتابه ته د پړې ګوته نیسي.

د روسیې اتهلیټکس فدراسیون چارواکو د دغو لوبو نړیوالې اجرايي شورا ته په دې اړه یو لیک استولی.

دغه لیک لوبغاړو ته د ممنوع درملو ورکولو مخنیوي نړیوالې ادارې له هغه خپلواک رپوټه وروسته لېږل کېږي، چې وايي روسي لوبغاړو ته د ممنوع درملو ورکړې کې '' حکومتي لاس '' موجود و.

داسې تمه کېږي، چې د ځغاست لوبو نړیوال فدراسیون به د جمعې په ورځ د روسیې پر وړاندیز غور وکړي او ښايي له هغه وروسته به یې په اړه پرېکړه اعلان شي.

تاس خبري اژانس سره خبرو کې د روسیې ځغاستلوبو فدراسیون چار سمبالي مشر وادیم زیلیچینوک ویلي:

'' ای اي اي ایف لپاره زموږ رپوټ کې موږ د واډا یو شمېر حالتونو شتوالی منلی دی، خو موږ د هغو ګډوډیو شتوالی تشریح کړی، چې د روسیې ځغاستلوبو پخواني مشرتابه پر مهال رامنځته شوې او دا نژدې وروستیو کې تر سره شوې دي.''

د سپورت وزیر ویټالي موتکو وايي که د دغه هېواد د ځغاست لوبو پر سپورتمنانو بندیز ولګیږي، راتلونکو اولمپیک لوبو سره به پرېکون و نه کړي:

'' روسیه د پرېکون خلاف ده، روسیه په لوبو کې د سیاسي لاسوهنې مخالفت کوي ''