کرېکټ: د استراليا پر وړاندې د راس ټېلر ۲۹۰ منډې

د انځور حقوق Reuters
Image caption ۳۱ کلن راس ټېلر خپله لومړنی غبرګه سليزه د استراليا پر خلاف ووهله او وړاندې له دې چې وسوځي ۲۹۰ منډې يې وکړې

د استراليا او نوي زيلاند ترمنځ په دويمه ټېسټ کرېکټ لوبه کې د نوي زيلاند توپ وهونکي راس ټېلر د استراليا پر وړاندې ۲۹۰ ريکارډ منډې وکړې.

۳۱ کلن راس ټېلر خپله لومړنی غبرګه سليزه د استراليا پر خلاف ووهله او وړاندې له دې چې وسوځي ۲۹۰ منډې يې وکړې.

نوي زیلاند په لومړۍ پاړۍ کې ۶۲۴ منډې وکړې او دا د استراليا پر وړاندې د دغه هېواد تر ټولو ډېرې منډې دي.

راس ټېلر د نوي زیلاند دريم لوبغاړی دی چې زياتې منډې کوي.

تېر کال د نوي زيلاند برېنډن مککلهم د هند پر وړاندې ټرپل سنچري يا له ۳۰۰ ډېرې منډې وکړې.

ټېلر نهم نيم ساعته توپوهنه وکړه او ۳۷۴ توپونه يې ولوبول.

که ده له ۳۰۰ زياتې منډې کړې وای دی به په نړۍ کې دويم توپوهونکی وای چې د استراليا پر ضد ټرپل سنچري وهي.

تر ده وړاندې د انګلستان لين هټن په ۱۹۳۸ کال د اوول په لوبغالي کې د استراليا پر خلاف ۳۶۴ منډې وکړې.

راس ټېلر سليزه او بيا غبرګه سليزه د دويمې پنځه ورځنۍ لوبې پر دريمه ورځ ووهلې او ونمانځلې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه استراليا ګټلې وه.

ورته مطالب