د استراليا مېچل جانسن له نړيوال کرېکټ استعفا وکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption جانسن تر اوسه د استراليا لپاره ۷۳ ټيسټ لوبې کړې او ۳۱۱ وېکټې يې اخيستي دي

د استراليا تېز توپ اچوونکي مېچل جانسن له نړيوال او د لومړۍ درجې يا فرسټ کلاس کرېکټ نه د لاس اخيستو اعلان وکړ.

په پرت ښار کې د استراليا او نوي زيلاند ترمنځ روانه پنځه ورځنۍ کرېکټ لوبه به د مېچل جانسن وروستۍ لوبه وي.

روان کال د استراليا يو شمېر لوبغاړو له انګلستان سره د ايشز لوبو لړۍ پر مهال له لوبو د تقاعد کېدو اعلان وکړ.

له دې سره هممهاله شين واټسن پر خپل ټويټر پيغام کې ويلي دا ورته دردوونکې ده چې جانسن دې په لوبو کې نه وي.

له دې لوبې مخکې مېچل جانسن ويلي و، تر هغې چې ښه لوبه کوي او په لوبډله کې خپل ځای ساتلی شي لوبيږي به.

د انځور حقوق Getty
Image caption په ټيسټ لوبو کې جانس له ۲۰۰۰ زياتې منډې کړې دي چې يوه سليزه او ۱۱ پنځوسيزې په کې شاملې دي

خو په روانه لوبه کې د نوي زیلاند کين وليمسن او راس ټېلر ډېرې منډې ترې واخيستې او ده په لومړۍ پاړۍ کې د ۱۵۷ منډو په ورکولو ایله يوه وېکټه واخيسته.

له دې وروسته ده وويل: ''ما احساس کړه چې اوس د تلو تر ټولو ښه وخت دی. زه خوښ يم چې ډېره ښه دوره مې تېره کړه او د خپل هېواد لپاره مې له لوبې خوند واخيست. دا ډېر ښه سفر و.''

جانسن وايي پر خپلې پرېکړې يې ډېر فکر کړی او د ده په اند داغوره پرېکړه ده.

جانسن تر اوسه د استراليا لپاره ۷۳ ټيسټ لوبې کړې او ۳۱۱ وېکټې يې اخيستي دي.

د انځور حقوق PTI
Image caption ده په يو ورځني کريکټ کې ۱۵۳ لوبو کې ۲۳۹ لوبغاړي سوځولي

ده دغه موده کې په يوه پاړۍ کې ۱۲ ځلې پنځه او يا له پنځو زياتې وېکټې اخيستې دي او درې ځله يې په ټيسټ لوبو کې ۱۰ او يا هم له لسو زيات لوبغاړي سوځولي دي.

د توپوهنې په برخه کې هغه په ټيسټ لوبو کې له ۲۰۰۰ زياتې منډې کړې دي چې يوه سليزه او ۱۱ پنځوسيزې په کې شاملې دي.

ده په يو ورځني کريکټ کې ۱۵۳ لوبو کې ۲۳۹ لوبغاړي سوځولي او غوره توپ اچونه کې يې شپږ لوبغاړي سوځولي او ۳۱ منډې يې ورکړې دي.

د انځور حقوق Getty

ورته مطالب