کرېکټ: انګلستان لومړنۍ ۲۰ اووريزه په خپل نوم کړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان کرېکټ لوبډلې کپتان شاهد افريدی په صفر وسوځېد

د عرب اماراتو په دوبۍ کې د پاکستان او انګلستان ترمنځ د دريو ۲۰ اووريزو لوبو لومړنۍ لوبه انګلستان په ۱۴ منډو وګټله.

انګلستان د لوبې پچه وګټله او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې وکړای شوې.

د انګلستان لپاره وېکټ ساتونکي سام بيلنګ تېزه لوبه وکړه او په ۲۵ توپونو يې ۵۳ منډې وکړې.

د پاکستان د لوبې پيل ښه نه و او منډې يې ايله اته وې چې لومړنی لوبغاړی يې يوازې د یوې منډې په کولو وسوځېد.

هغه مهال د پاکستان منډې ۲۰ ته ورسېدې محمد حفيظ د اوو منډو له کولو وروسته وسوځېد او ورپسې رفعت الله، محمد رضوان او لوبډلمشر شاهد افريدی وسوځېدل.

د افريدي له سوځېدو وروسته نندارچيان له لوبغالي په وتو شول، خو لوبه پاکستاني بالرانو کابوه کړه.

په دغه لوبه کې پاکستاني توپوهونکي د انګلستان بالرانو پر وړاندې و نه درېدل، خو پاکستاني بالرانو د توپ وهونکو رول ولوباوه او ښه مقابله يې وکړه.

یو وخت داسې راغی چې د انور علي او سهيل تنوير تېزو منډو د انګلستان لوبډلمشر وارخطا کړ، خو بخت د انګلستان په خوا و.

هغه مهال چې انور علي وسوځېد د پاکستان د ګټلو اميدونه مخ په ختمېدو شو، خو سهيل تنوير او وهاب رياض لا هم لوبه بايللو ته نه پرېښوده.

په ورووستيو دوو اوورونو کې ۳۰ منډې پاتې وې او دا چې تنویر او رياض ښه لوبه کوله نو د ګټلو اميد لا ژوندی و.

په ۱۹ اوور کې پاکستاني لوبغاړو وکړای شول يوازې ۱۰ منډې وکړي او په دې سره شلم اوور ته ۲۰ منډې پاتې شوې چې پوره کول يې د پاکستانيانو لپاره ګران و.

د پاکستان وتلي توپ اچوونکي وهاب رياض يوازې په ۱۲ توپونو ۲۱ منډې وکړې.

د پاکستان وروستی لوبغاړی عمران خان و، چې پرته له کومې منډې وسوځېد.

ورته مطالب