دويمه ۲۰ اووريزه لوبه انګلستان په ۳ منډو وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption شاهد افريدي په يوه اوور کې ۳ شپږېزې ووهلې او په اتو توپونو يې ۲۴ منډې وکړې

په دوبۍ کې د پاکستان او انګلستان تر منځ دويمه ۲۰ اووريزه سيالي له يوې په زړې پورې لوبې وروسته انګلستان په درې منډو وګټله.

په دې سره د دريو ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ انګلستان وګټله.

د انګلستان لوبډلمشر پچه وګټله، پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې ۱۷۲ منډې وکړې.

د دې په ځواب کې پاکستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې وکړې.

د پاکستان پيل دا ځل ډېر ښه و، خو د منځ لوبغاړو يې يو ځلې بيا ښه لوبه و نه کړه، که څه هم شعيب ملک او شاهد افريدی ښه وځلېدل.

هغه مهال چې ۱۵ اوورونه شوي وو پاکستان ته په هر اوور کې له ۱۵ ډېرې پکار وې چې پوره کول يې خورا ستونزمن و، خو د لوبډلمشر افريدي توپاني بېټنګ دا هدف خورا اسانه کړ.

شاهد افريدي په يوه اوور کې ۳ شپږېزې ووهلې او دې د پاکستان دمه ور جوړه کړه.

ده په اتو توپونو ۲۴ منډې وکړې او دغه راز يې دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

د افريدي له سوځېدو وروسته پاکستان ته په نهو توپونو ۱۴ منډې پکار وې چې اسانه هدف بلل کېده، خو پاتې لوبغاړو و نه شو کړای هدف ته ځان ورسوي.

د لوبې په وروستي توپ د لوبې ګټلو لپاره څلورو منډو ته اړتيا وه، خو انور علي و نه شو کړای توپ له پولې واړوي.

انګلستان تر دې يوه ورځ وړاندې پاکستان ته په لومړۍ شل اووريزه لوبه کې په ۱۴ منډو ماتې ورکړې وه.

ورته مطالب