'د انګلستان پر وړاندې ماتې مو باید سترګې پرانیزې'

د انځور حقوق AFP
Image caption شل اوریز کرېکټ خورا چټکه لوبه ده او پاکستان لوبډله و نه توانیده د انګلستان لوبډلې سیالي وکړي وقاریونس

له انګلستان سره کرېکټ د شل اوریزې کرېکټ لړۍ کې پاکستان د صفر مقابل کې درې لوبې وبایللې او دې سره شل اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان ګډون چمتوالي ته زیان اوښتی.

د پاکستان کرېکټ روزونکی وقار یونس وايي 'دغې ماتې سره باید د پاکستان کرېکټ چارواکي سترګې پرانیزې، چې په وینا یې دغه لړۍ کې داسې یو شمېر نمګړتیاوې ولیدلې شوې، چې مخکې ورته پام نه و اوښتی.'

انګلستان د لړۍ په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته سوپر اوور کې ماتې ورکړه.

د وقار یونس په وینا یو لوی توپیر چې د دواړو لوبډلو تر منځ ولیدل شو د لوبغاړو ښې روغتیا یا 'فټنس' په اړه و، چې وايي شل اوریز کرېکټ خورا چټکه لوبه ده او پاکستان لوبډله و نه توانیده د انګلستان لوبډلې سیالي وکړي.

وقار یونس وايي دا پوښتنه باید د لوبغاړو له ټاکونکو وشي، چې دوی تر کله پورې هغه لوبغاړي په ټیم کې ساتي، چې په دغه سیالي کې هېڅ و نه ځلیدل.

خو په وینا یې دغه لوبغاړي په تېره لړۍ کې ښه وځلیدل او داسې ویل به له وخته مخکې وي، چې ووایو دوی نور د کار نه دي.

هغه وايي د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام سیالیو ته ډېر وخت پاتې نه دی او اوس به دا وګورو، چې د دغو لوبغاړو ځای څوک نیسي.

په تېره لړۍ کې د لوبغاړو ژر سوځیدو په اړه وقار یونس وايي دا ډېره خواشینونکې ده، ځکه دا د ښوونځي ماشومان تېروتنه معلومیده، خو وايي داسې نه ده، چې دا نوي لوبغاړي دي، چې د فشار له کبله ژر میدان پريږدي، بلکې د اوږدې تجربې درلودونکي لوبغاړي دي.

د نوموړي په خبره دا په شخصي توګه د لوبغاړو لپاره او په ټول کې د لوبډلې لپاره ډېره د اندېښنې وړ چاره ده، ځکه وايي که دوی دغسې ژر د فشار له کبله له لوبغالي بهر کېږي، د لوبډلې لپاره به د بریا تر لاسه کول ډېر ګران شي.

وقاریونس په اند په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو شتون خورا مهم دی، ځکه وايي د انګلستان ډېری لوبغاړي ځوانان دي او تاسې یې په زړه پورې لوبه ولیده، چې وايي پاکستانۍ لوبډله دغه وړتیا نه لیدله کېده.