د فیفا مالي مرستندویان اصلاحاتو ته د بیا کتنې غوښتنه کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د فبرورۍ په ۲۶ مه به د فیفا نوي مشر ټاکلو لپاره ځانګړې غونډه وبلله شي

د فوټبال نړیوالې شورا فیفا شپږو مالي مرستندویانو د یادې شورا له اجرايي کمېټې په یوه لیک کې غوښتي، چې باید د اصلاحاتو ازادانه څارنه وشي.

دغه لیک اډیډاس، کوکاکولا، مکدونالد، ویزا او ان یازر بش انبو له لوري لیکل شوی دی.

د فیفا ویاند ویلي دغه پنځه مالي مرستندویان به اصلاحاتو لړ کې مهم رول ولوبوي.

لیک کې کښل شوي، چې موږ پوهیږو تاسې یعانی د اجرايي کمېټۍ غړي به د اصلاحاتو پر دغه لړلیک غور وکړئ، چې د فیفا مدیریت غښتلی شي.

'' روڼوالی، حساب ورکول، د بشر حقونو ته درناوی، ژمنتیا، مشرتوب او جنسي مساوات د فیفا راتلونکي لپاره ډېر مهم دي، اصلاحات د دغو ځانګړتیاوو لپاره لاره پرانیزي، خو کولتوري بدلون ته هم اړتیا ده. ''

لومړی مالي مرستندویانو ته د فیفا په احلاحي کمېټۍ کې د ځای ورکولو ژمنه شوې وه، خو وروسته دوی ته په مشورتي شورا کې د کېناستو وړاندیز وشو، چې لا یې هم ټاکنې نه دي شوې.

د فیفا ویاند وايي د مالي مرستندویانو نظر له پامه نه شي غورځول کېدای. د فبرورۍ په ۲۶ مه به د فیفا نوي مشر ټاکلو لپاره ځانګړې غونډه وبلله شي.