رونالډو، ميسي او نيمار طلايي توپ جايزې ته نومول شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption رونالډو په وروستيو دوو کلونو کې دغه جايزه خپله کړې ده

په فوټبال کې د طلايي توپ جاېزې ګټلو لپاره د کريستيانو رونالډو، ليونل ميسي او نيمار نومونه وروستي شوي دي.

دغه جايزه د کال غوره فوټبالر ته ورکول کېږي.

دا پرلپسې اتم ځل دی چې د ريال مادريد بريدګر لوبغاړی کريستيانو رونالډو او د بارسلونا بريدګر ليونل ميسي د طلايي توپ جايزه خپلوي.

د دغې جايزې ګټونکی به د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر ۱۱مه په زوريخ ښار کې اعلان شي.

رونالډو په وروستيو دوو کلونو کې دغه جايزه خپله کړې ده، په داسې حال کې چې ليونل ميسي دغه جايزه پرلپسې څلور ګاله واخيسته.

د فوټبال نړيوالې ادارې فيفا دغه درې کسان د نړۍ د ۲۳ تکړه فوټبالرانو د نوملړه غوره کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د برازيل ۲۳ کلن لوبغاړی نيمار د دريو وروستيو غوره لوبغاړو په نوملړ کې راځي.

ده له ليونل ميسي سره په ګډه په لاليګا اتلوليو کې بارسلونا د لوبډلو سر سر ته خېژولې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption ليونل ميسي څلور ځلې د طلايي توپ جايزه ګټلې ده

۲۸ کلن ليونل ميسي دغه راز د پوسکاس جاېزې ته چې ښه ګول وهونکي ته ورکول کېږي، هم نومول شوی دی.

لويس انريکه، پپ ګوارديولا او خورخه سامپايولي بيا د ښو مشر روزونکو په توګه نومول شوي دي.

لويس انريکه وروسته له هغې دغې جايزې ته ونومول شو، چې د بارسلونا لوبډله يې د اروپا ليګ اتلوليو، لاليګا او د اسپانيا سوپر جام کې اتلولۍ ته ورسوله.

اسپانيایی روزونکی پپ ګوارديولا چې بايرن ميونيخ کلب سره دی په بونډيس ليګا او د جرمني په ناک اوټ جام کې خپله لوبډله بريالۍ کړه.

د ۲۰۱۵ کال په اوړي کې د چيلي لوبډله هم وتوانېده د سامپايولي په لارښوونه د کوپا امريکا اتلولي وګټي.

ورته مطالب