فوټبال: ريال مادريد د اسپانيا له جام ووېستل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption له دې سره سره چې ريال مادريد له دغه جام ووېستل شو، دغه لوبډله به شاوخوا ۶۵۰۰ ډالر جريمه هم پرې کوي

د اسپانيا فوټبال فدراسيون د ريال مادريد لوبډله له دې امله د اسپانيا له جام (کوپا ډیل رې) ووېسته چې په خپله لوبډله کې يې يو منع شوی لوبغاړی لوبولی دی.

ريال مادريد د دغو لوبو په څلورم پړاو کې ډينيس چريشف ولوباوه، په داسې حال کې چې دغه روسي لوبغاړي درې ژيړ کارتونه ترلاسه کړي و او په دغه لوبه کې يې د لوبېدو اجازه نه لرله.

دغه ۲۴ کلن لوبغاړی تېر کال په پور ويلارريال لوبډلې ته ورغلی و او په نيمه پايلوبه کې د اخطار يا ژېړ کارت ورکړای شوی و.

ده په دغه لوبه کې سيالې لوبډلې ته لومړنی ګول ورکړی و.

له دې سره سره چې ريال مادريد له دغه جام ووېستل شو، دغه لوبډله به شاوخوا ۶۵۰۰ ډالر جريمه هم پرې کوي.

د لوبې په نيمايي کې د ريال مادريد د روزونکي رافيل بينتيز دغې تېروتنې ته فکر شو او دا لوبغاړی يې بدل کړ.

ده له دغې لوبې وروسته وويل غوښتل يې په دې ډول خپل ښه نيت وښيي.

د اسپانيا د فوټبال فدراسيون په دې اړه د ريال دا دلايل و نه منل.

د ريال مادريد لوری په دې اند و، چې د څلورم پړاو له لوبې د چريشف منع کېدل دوی ته په رسمي ډول نه و اعلان شوي.

خو د اسپانيا د فوټبال چارواکو دغه دلايل قانع کوونکي و نه بلل او ريال مادريد يې له دغه جام ووېست.

ريال مادريد اوس کولای شي چې د لوبو په برخه کې سترې محکمې ته په دې اړه اپیل وکړي، او خپله دوسيه له سره و ارزوي.

ريال مادريد د اسپانيا جام سيالۍ ۱۹ وارې ګټلې دي او په وروستي ځل يې په ۲۰۱۴ کال کې وګټله.

ورته مطالب