ګال: مانچستر يونايټيډ د تېر کال پرتله ښه وځلېد

د انځور حقوق Getty
Image caption وان ګال وايي ګروپي پړاو ته رسېدل، په کپيټل ون جام کې ښه لوبه او په پريمير ليګ سياليو کې څلورم راتلل د دوی پرمختګ ښيي

د مانچستر يونايټيد فوټبال کلب مدير لويس وان ګال ويلي، واقعيتونو دا ثابته کړې چې لوبډله يې د تېر کال پرتله ښه ځلېدلې ده.

دی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې مانچستر يونايټېډ له وولف بورګ لوبډلې ماتې وخوړه او له اتلوليو ووته.

وولف بورګ لوبډلې مانچستر يونايټېډ ته په ۳-۲ ماتې ورکولو دا لوبډله پرېنښوده، چې ځان غوره ۱۶ لوبډلو ته ورسوي.

مانچستر په دغو سياليو کې ټولټال شپږ لوبې کړې، چې دوه يې ګټلي، دوه يې بايللي او دوه يې مساوي کړي دي.

وان ګال وايي ګروپي پړاو ته رسېدل، په کپيټل ون جام کې ښه لوبه او په پريمير ليګ سياليو کې څلورم راتلل د دوی پرمختګ ښيي.

دی وايي دغو واقعيتونو ته په کتو موږ د تېر کال پرتله ښه ځلېدلي يو، خو په دې خفه يم چې له اتلوليو ووتو.

خو دی وايي: ''له دې امله چې په سياليو کې مانچستر ماتې وخوړه د خپل ځان دفاع نه شم کولای.''

ورته مطالب