فوټبال: ارسنال اولمپياکاس ته ۳-۰ ماتې ورکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوليور لومړنی ګول په ۲۹مه، دويم په ۴۹مه او دريم په ۶۷مه دقيقه کې وکړل

د چمپينز ليګ يا اتلانو سياليو په يوه په زړه پورې لوبه کې د ارسنال بريدګر لوبغاړي اوليور جيروډ په لومړي ځل په يوازې سره درې ګولونه (هټرک) ووهل.

ده په دغه لوبه کې چې له اولمپياکاس سره وه سيالې لوبډلې ته درې صفر ماتې ورکړه.

جيروډ لومړنی ګول د سر په وسيله د لوبې په لومړۍ نيمايي کې وواهه او دوه نور يې په دويمه نيمايي کې وکړل.

ده لومړنی ګول په ۲۹مه، دويم په ۴۹مه او دريم په ۶۷مه دقيقه کې وکړل.

ارسنال ته په کار و، چې ۱۶ غوره لوبډلو کې د پاتې کېدو لپاره دوه ګولونه وکړي، خو دوی د دريو ګولونو په کولو وکړای شول د (ايف ګروپ) کې دويم ځای خپل کړي.

دغه لوبډله له هغې راهيسې چې په ۲۰۰۳ – ۲۰۰۴ کال کې دغې اتلولۍ نوې بڼه خپله کړه ځان تر منځلوبو رسولی دی.

مخکې له دې چې جيروډ لومړنی ګول له ګول ساتونکي روبيرتو تېر کړي متيو فلاميني د اولمپياکاس د ګول ستنه ولړزوله.

د دغې شپې دويم ګول په زړه پورې و، هغه داسې چې جيروډ د لوبغالي په منځنۍ برخه کې توپ واخيست او د سيالې ډلې په جال يې ونښلاوه.

دريم ګول تر ډېره تصادفي و، ځکه د اولمپياکاس پر يوه لوبغاړي د جريمې غږ وشو او ده دا ګول په پنلټي شوټ وکړ.

په هر صورت په دې برخه کې د اولمپياکاس د جويل کامبيل ځانګړې يادونه اړينه ده، ځکه ده د دوو نورو ګولونو مخه ونيوله.

ورته مطالب