د ۱۹ کلنو افغان کرېکټ لوبډلې زمبابوې ته ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB
Image caption لوبې د هند په ګرېټر نويډا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې

د افغانستان کرېکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې خپلې لومړۍ يوه ورځنۍ سيالي له زمبابوې وګټله.

د افغانستان کرېکټ بورډ په کوربه توب، لوبې د هند په ګرېټر نويډا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې.

څو ورځې وړاندې د هند کرېکټ چارواکو په رسمې ډول د ګرېټر نويډا کرېکټ لوبغالی د افغانستان کرېکټ بورډ ته د کورني لوبغالي په توګه سپارلی و، چې هلته په کې خپلې لوبې او تمرينونه ترسره کړي.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

زمبابوې په ۴۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.

له افغان لوبډلې ضيا الرحمن اکبر اووه ، مسلم موسی او راشد ارمان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان ټاکل شوی هدف په ۴۱ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې څخه طارق ستانکزي ۵۲ او راشد ارمان ۴۵ منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې ضيا الرحمن اکبر د سيالۍ غوره لوبغاړی وبلل شو.

د افغانستان کرېکټ بور‌ډ مشر نسيم الله دانش او اجراييوی رييس شفيق الله ستانکزي د دې لوبې په ګټلو خوښي ښکاره کړې او ټولو هېوادوالو ته يې مبارکې ورکړې ده.

ورته مطالب