سوداګري او د کریکټ پرمختګ

د انځور حقوق
Image caption په کور د ننه کریکټ ډېر مینه وال لري.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کریکټ د شپږیزې په نامه سیالیو سوادګریزه بڼه غوره کړه، او لوبېدلې لوبډلې د بېلو شرکتونو له خوا په بیه واخستل شوې، له دې درکه په ټوله کې افغان کریکټ بورډ درې لکه او اتیا زره ډالر وګټل چې یو ښه پیل ګڼل کېږي.

د افغانستان د کریکټ بورډ مشر نسیم دانش وايي که دغسي کورني عایدات ولري او خپله تر نیمايي ډېره بودیجه چمتو کړي، نو د کریکټ له نړیوالې شورا به په اسانه سره لومړۍ درجه مالی بودیجه یانې درې میلیونه ډالره تر لاسه کوي.

که نړیوالې تجربې په پام کې وي، نو دا وینا سمه ده چې لوبې سوداګریزې شي نو وګړنیزې شي، افغانستان کریکټ بورډهم د لومړي ځل لپاره د ۶ ایزې په نامه یوداسې لوبیز سوداګریز ټورنمنټ تر سره کړ چې واړه ګډونوالې لوبډلې یې له بیلو سوداګریزو شرکتونو له خوا په بیه اخیستل شوې وې.

د افغانستان کریکټ بورډ مشر نسیم دانش بي بي سي ته وویل چې له سیالیو یې ۳ لکه او اتیا زره ډالر ترلاسه کړل چې ۱ لک او اتیا زره یې پر شپږیزه سیالیو ولګیدل او ۲لکه ډالر کریکټ بورډ ته ګټه پاتې شول:

''له موږ سره ډېرو شرکتونو اړیکې ونیولې، شپږو شرکتونو شپږ لوبډلې واخیستې، چې له دې نه موږ درې سوه او اتیا زره ډالر ترلاسه کړي دي، خو زموږ د ټول ټورنمنټ بودیجه یو سل او اتیا زره ډالره وه.''

د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان کریکټ بورډ هیله لري چې په راروانو کلونو کې به د افغانستان کریکټ هم سوداګریزو ګټو له کبله لوړ پوړ خپل کړي، چې په وینا یې د افغانستان د کورني او نړیوال کریکټ د لا پرمختګ لامل به وګرځي.

دا ګټلې پیسې د کریکټ بورډ خزانې ته ځي، او د کورنیو لاس ته راوړنو د کڅوړې برخه ګرځي چې ډېرېدل یې د کریکټ د نړیوالې شورا څخه د کلنۍ بودیجې اخیستل اسانه کوي.

ښاغلی دانش وايي کوم هېواد چې د خپل کریکټ بورډ د بودیجي تر نیمايي ډیره برخه چمتو کړي، تر ټولو ډیره یانې ۳ میلیونه ډالر بودیجه تر لاسه کوي:

''د کریکټ نړیوالې شورا د پیسو راغونډولو پالیسي دا ده، کوم هېواد چې یوپنځوس فیصده پیسې پیدا کړي، هغوی دې بورډ ته په الف کتګورۍ کې پیسې ورکوي، چې په کال کې درې میلیونه پیسې ورکوي.''

مصطفی حکیم زاده یو تن افغان سوداګر دی، نوموړي خپله سوداګري هم له شپږیزې سیالیو سره همهاله پیل کړه، نوموړی وايي یوه لوبډله یې سپانسر کړه، او ګټور سوداګریز اغېز یې ولید:

''ډېر خوشحاله یم چې له کریکټ بورډ سره همکار پاتې شوم، موږ د عینکو مس لوبډله سپانسر کړې وه، چې تقریباً پنځلس - شپاړس زره ډالر لګښت به پرې راغلی وي.''

د انځور حقوق

د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي د شپږیزې ټورنمنټ غوره لوبغاړی و، نوموړی به ووايي چې په شپږیزه کې لوبېدونکو لسګونو لوبغاړو ته په کې څه ورسېدل:

''هغه لوبغاړي چې په ملي لوبډله کې لوبیږي، هغوی ته یو څه ډېرې پیسې ورکول شوې، هغه چې د نولس کلنې لوبډلې لوبغاړي وو، د منځنۍ کچې پیسې ورکړل شوې، او هغه چې په کورني کریکټ کې لوبیږي، تر نورو کمې پیسې ورکړل شوې. همداراز ډالۍ یې هم ورکړل شوې''.

کتونکي باور لري چې ۶ ایزه په افغانستان کې لومړۍ سوداګریزې سیالۍ وي او هیله لري چې راروان کال ته به کریکټ بورډ له دې هم ډیرې پیسې تر لاسه کړي.

Image caption د افغانستان کریکټ بورډ مشر نسیم دانش بي بي سي ته وویل چې له سیالیو یې ۳ لکه او اتیا زره ډالر ترلاسه کړل چې ۱ لک او اتیا زره یې پر شپږیزه سیالیو ولګیدل او ۲لکه ډالر کریکټ بورډ ته ګټه پاتې شول

په نړیوالې کریکټ لوبډلې او په سر کې یې لس بشپړ غړي هیوادونه د کریکټ له سوداګرۍ نه پوره برخمن او تر ډیره پر ځان بسیا شوي دي، دغه راز لوبډلې د یوې لوبې د تلویزیوني خپراوي له حقوقو هم میلیونونه ډالر ګټه کوي.

د انځور حقوق

د افغانستان کریکټ بورډ هیله لري چې په راروانو کلونو کې به د افغانستان کریکټ هم سوداګریزو ګټو له کبله لوړ پوړ خپل کړي، چې په وینا یې د افغانستان د کورني او نړیوال کریکټ د لا پرمختګ لامل به وګرځي.

د انځور حقوق

ورته مطالب