کرېکټ: افغان ۱۹ کلنو د زمبابوې خلاف دویمه بریا ترلاسه کړه

د انځور حقوق ACB
Image caption وړاندې تر دې افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم د زمبابوې له سیالې لوبډلې ګټلې وه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکیټ ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم له زمبابوې لوبډلې وګټله.

زمبابوې لوبډلې د لوبې ټاس یا پچه وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې پیل دومره ښه نه و او خپلې ویکټې یې ژر ژر له لاسه ورکړې.

رحمت الله سهاک، ناصر خان او احسان الله درې واړه په ۲۳، ۲۳ منډو وسوځېدل.

خو د کریم جنت او اکرام فیضي نسبتاً اوږدې ملګرتیا د افغان لوبډلې منډې یو څه ډېرې کړې.

اکرام فیضي د لوبې تر پایه نا سوځېدلی پاتې شو او وتوانید چې د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۶۵ شپیته مندې جوړې کړي.

افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې جوړې کړې.

افغان تنکي ځلمیان په توپ اچونه کې هم ښه وځلېدل او د څلورم اوور په لومړیو توپونو کې یې درې سیال لوبغاړي سوځولي وو.

که څه هم د سیالې لوبډلې لوبغاړي ویلیام مشینګي یو څه چټکه لوبه وکړه او ۶۵ منډې یې هم جوړې کړې، خو نور لوبغاړي یې دومره ښه ونه ځلېدل او ډېرې مندې جوړې نه شوې کړای.

د افغانستان له لوري ظاهر خان څلور لوبغاړي، کریم جنت او راشد خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د زیمبابوې ټول لوبغاړي د ۱۹۲ منډو په جوړولو وتوانېدل او لوبه افغان لوبډلې د ۴۵ منډو په توپیر وګټله.

وړاندې تر دې افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم د زیمبابوې له سیالې لوبډلې ګټلې وه.

دغه لوبې د هند په ګرېټر نويډا کرېکټ لوبغالي کې روانې دي.