فوټبال: لیسټر سټي چیلسي ته دوه یو ماتې ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د لیسټر سټي لخوا جیمي وارډيز او ریاض ماهرز ګولونه وکړل

د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه لیسټر سټي لوبډلې د تېر کال اتلې لوبډلې چیلسي ته په دوه یو ماتې ورکړه او یو ځل بیا یې د جدول په سر کې ځای ونیو. د چیلسي لوبډلې ستونزې په ډېرېدو دي او دا مهال له شپاړلسو لوبو وروسته یوازې ۱۵ امتیازونه لري، چې جدول کې یې هم ځای ۱۶ دی. بل لور ته د اروپا اتلانو د جام سیالیو دویم پړاو لپاره تېره ورځ پچه واچوله شوه. د انګلستان ارسنال به د تېر کال اتلې لوبډلې بارسلونا سره مخامخ کېږي. د فرانسې اتله لوبډله پاریس ایس ټي ـ جرمن به په پرلپسې توګه د دریم کال لپاره د انګلستان له چیلسي لوبډلې سره لوبه کوي. د مانچسټر سټي لوبډله به د اوکراین له دینامو کېف لوبډلې سره سیالي کوي. دغه راز به د اسپانیا وتلې لوبډله ریال مادرید د ایټالیا له روما سره د لوبې ډګر ته وځي. د اتلانو لیګ دویم پړاو ته وتلې ۱۶ لوبډلې د راتلونکې فبرورۍ په ۱۶ او ۱۷ نېټه له یو بل سره سیالي کوي.