دهوني به له پونې او رینا به له راجکوټ نه لوبه کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دهوني او رینا دواړه د ۱۲۵ میلیونو روپیو بدل کې پلورل شوي

د هند کرېکټ ملي لوبډلې کپتان مهندرسینګ دهوني به د ای پي ایل راتلونکو سیالیو کې د پونې استازیتوب کوي، خو د لوبډلې یو بل مهم غړی یې سرېش رینا راجکوټ خوښ کړی.

دا وروستیو کې پر دوو لوبډلو چنای سوپر کنګز او راجستان رایلز تورونه ولګیدل، چې د ای پي ایل سیالیو کې یې ټګي برګي کړي او وروسته داسې هم ویل کېدل، چې د دواړو لوبډلو څښتنان دغه فساد کې ښکېل دي، چې له کبله یې د هند سترې محکمې پر دواړو لوبډلو د دوو کلونو لپاره بندیز ولګاوه.

له هغه وروسته ای پي ایل کې دوې نوې ډلې چنای او راجکوټ شاملې شوې.

د سې شنبې په ورځ ممبۍ کې د ډرافټ لیلامي ترڅ کې دواړو لوبډلو له هغو لوبډلو نه لوبغاړي وټاکل، چې بندیزونه پرې لګیدلي.

د دې لپاره دواړو لوبډلو ۳۹۰ میلیونه روپۍ لګښت کړی او او پاتې ۲۷۰ میلیونه روپۍ به دواړه لوبډلې د بنګلور لیلامي کې خرڅې کړي.

هغه لوبغاړي، چې د ممبۍ لیلام کې پاتې شوي دي اوس به د بنګلور لیلامي کې ونډه ورکړله شي.

دهوني د ۱۲۵ میلیونو روپیو بدل کې اخیستل شوی او رهانې د ۹۵ میلیونو روپیو بدل کې.

ار اشون د ۷۵ میلیونو، سټیون سمیت د ۵۵ میلیونو او دوپلیسي د ۴۰ میلیونو روپیو بدل کې پلورل شوي دي.

دغه راز راج کوټ د سرېش رینا لوبه د ۱۲۵ میلیونو، رویندرجډیجه ۹۵ میلیونه، برینډن میکلم ۷۵ میلیونه ، فاکنر ۵۵ میلیونه او د براوو لوبه ۴۵ میلیونه روپیو بدل کې واخیسته.

د چنای سوپر کنګز اووه لوبغاړي وپلورل شول او دراجستان درې لوبغاړي دې کې شامل وو.