فوټبال: پر سيپ بلاټر او پلاتيني ۸ کلن بنديز ولګېد

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه بنديز له اعلان وروسته په سملاسي ډول عملي کېږي

چارواکي وايي له پلټنو وروسته د فوټبال د نړيوالې ادارې فيفا مشر سيپ بلاټر او د اروپا د فوټبال مشر ميشل پلاتيني د اتو کلونو لپاره د فوټبال له هر ډول فعاليتونو ځنډول شوي دي.

پر دواړو مشرانو تور و، چې د شاوخوا دوه ميليونه ډالرو په ناقانونه راکړه ورکړه کې ښکېل وو، خو دوی دا تورونه رد کړي ويلي يې دي چې هېڅ ناسم کار يې نه دی کړی.

دغه بنديز له اعلان وروسته په سملاسي ډول عملي کېږي.

ښاغلی بلاټر چې له ۱۹۹۸ کال راهيسې د فيفا مشر دی لا له وړاندې ويلي، چې د دغې ادارې د مشرۍ لپاره د فبرورۍ مياشت ټاکنو کې نه درېږي.

۶۰ کلن مېشل پلاتيني د سيپ بلاټر ځای ناستی بلل کېده او هیله من و چې د فيفا مشر به شي.

سويس او امريکا دواړه فيفا کې د درغليو په اړه پلټنې کوي او په دې تړاو له ۱۲ نورو کسانو هم پوښتنې ګروېږنې کوي.

په دې اړه له تېرو څو مياشتو راهيسې پلټنې روانې دي.

ورته مطالب