پيپ ګارډيولا بايرن ميونيخ فوټبال کلب پرېږدي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دې ډېر چانس شته چې ګارډيولا به راتلونکي کال کې له مانچستر سيټي سره د روزونکي په توګه کار پيل کړي

د جرمني د بايرن ميونيخ فوټبال کلب مشر روزونکی پيپ ګارډيولا د دې فصل په پای کې له خپلې دندې لاس پر سر کېږي او د ده پر ځای کارلو اينسيلوټي غوره شوی دی.

په وروستيو ورځو کې د ۴۴ کلن ګارډيولا نوم د انګلستان د مانچستر سيټي، مانچستر یونايټېد، چيلسي او آرسنل کلبونو سره يادېږي.

که څه هم د ده نوم يادېږي، خو تر اوسه ده دا نه دي ويلي، چې له کوم کلب سره به يو ځای کېږي.

د بارسلونا مخکنی روزونکی ګارډيولا په ۲۰۱۳ کال کې له بايرن مونيخ سره يو ځای شو او دوه ليګ اتلولۍ يې خپلې کړې او جرمن جام يې وګاټه.

د چيلسي پخوانی ۵۶ کلن روزونکی کارلو اينسيلوټي د سږ کال په مې مياشت کې د ريل مادريد له لوري له دندې ګوښه کېدو وروسته په کور ناست دی.

ده اوس له بايرن مونيخ سره د دريو کلونو لپاره تړون کړی دی.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ چيلسي خپل مشر روزونکی هوزې مورينو له دندې ګوښه کړ او د روان فصل تر پايه به ګوس هډې د دغه کلب سرپرست مشر وي.

خو د دې ډېر چانس شته چې ګارډيولا به راتلونکي کال کې له مانچستر سيټي سره د روزونکي په توګه کار پيل کړي.

پر همدې مهال د مانچستر يونايټېډ پر روزونکي لوی وين ګال هم فشار مخ پر زياتېدو دی، ځکه په وروستيو کې ډېر بريالی نه و.

ورته مطالب